د لاسرسي ځای

د حامد کرزي نېږدې ملګری وژل شوی دی


په افغان پلازمېنې کابل کې وسله والو د ولسمشر حامد کرزي یو نېږدې ملګری او د هغه مشاور جان محمد خان وژلی دی.


د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وايي، وسله والو بېګا د شپې د جان محمد په ګډون د ولسي جرګې یو غړی هاشم وطنوال هم وواژه. جان محمد خان د هېواد د جنوبي روزګان ولایت والي هم پاتی شوی وو. همدا راز هاشم وطنوال له روزګان ولایته د پارلېمان غړی وو. وسله والو د کابل په کارته چار سیمې کې د جان محمد پر کور برید کړی دی. وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده. له یوې اوونۍ لږه موده وشوه چې په کندهار کې د حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی د هغه ساتونکي وواژه. احمد ولي کرزی د ولایتي شورا مشر وو.
XS
SM
MD
LG