د لاسرسي ځای

پیټریاس دنده جان الن ته وسپارله


په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پیټریاس خپله دنده پرېښې ده.

پيټریاس، په افغانستان کې تر یو کاله، د امریکا په مشرۍ کې د بهرنیو ځواکونو مشر پاتې شوی دی او اوس به د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د مشر په توګه خپله دنده سمبالوي.

پیټریاس د افغانستان په پلازمېنې کابل کې، د ځواکونو کمانډ نوي قوماندان جنرال جان الن ته سپارلی دی. تېره ورځ، د افغانستان د بامیان ولایت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ملي اردو ته سپارل شوی دی.

په دې ډول بامیان د افغانستان لومړۍ سیمه شوه چې امنیت یې افغان ملي ځواکونو په خپل لاس کې اخیستی دی. د واک د سپارلو لړۍ، د پلان تر مخې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه بشپړېږي.
XS
SM
MD
LG