د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پخوانی والي جان محمد او پارلماني غړی هاشم وطنوال ووژل شو


افغان پولیس د پخواني والي جان محمدخان پر کور څارنه کوي چې بیګا شپه ووژل شو
افغان پولیس د پخواني والي جان محمدخان پر کور څارنه کوي چې بیګا شپه ووژل شو


د ولسمشرحامد کرزی سلاکار، او د ارزګان پخوانی والي جان محمد خان د ولسي جرګې یوه غړی هاشم وطنوال چې دده میلمه وو سره یوځای په سخت خوندي ښار کابل کې د هغه پر کور په یوه وسله والو برید کې ووژل شول.

د جان محمدخان چې د قبایلي ستونزو په اړه د ولسمشر کرزي ته سلامشورې ورکولې پر کور بیګا ماخوستن ۸ بجې دوه تنه وسله والو برید وکړ.

په څه کم یوه اونۍ کې دننه دا دویم لوی برید دی چې د ولسمشر کرزي نژدې کسان پکې وژل کېږي،تر دې وړاندې د روانې جولايي میاشتې پر دولسمه نېټه د ولسمشر کرزي مېرنی ورور احمد ولي کرزۍ چې د کندهار ولایتي شورا مشر وو د هغه په کور کې په یوه برید کې ووژل شو.

د افغانستان په سرښار کابل کې ترسره شوی دغه برید د سهار تر ۳ نیمو بجو روان وو دوه پولیس، د چټک غبرګون ځواکونو یو سرتیری هم وژل شوي او ۴ نور امنیتي عسکر ټپیان دي.

په برید کې د وژل شوي پخواني والي جان محمد خان کور ته هم سخت زیانمن اوښتی دی.


پخوانی والي جان محمدخان په داسې حال کې وژل کېږي چې اېله یوه ورځ وړاندې د افغانستان د بامیان ولایت امنیتي چارې له نېټو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

د ولسمشر د سلاکار وزیر د کورنۍ یو غړي احمد ریډیو سره په خبرو کې وویل چې جان محمد خان پر خپل کور وسله وال محافۍین نه ساتل داسې نه چې شاوخوا ګاونډیان په تکلیف نه شي.


د جان محمد خان ځوی ولي محمد دا برید د افغانانو او د هېواد د دښمنانو کړنه وبلله او زیاتوي چې د هغه د پلار او د ولسي جرګې غړي هاشم وطنوال پرته د کورنۍ نورو کسانو ته یې زیان نه دی رسېدلی.


په سیمه کې د ډي ار سي په نوم د یوې موسسې یوه ساتونکی عبدالواسع په وینا د څو ورځو راهیسي د جان محمد خان کورشاه او خوا مشکوک کسان لیدل شوي چې ښایي دغې حملې ترسره کولو لپاره یي لارې چارې لټولې.

جان محمد خان چې د ارزګان ولایت یو له با نفوذو کسانو څخه شمېرل کیده په دغه ولایت کې یې دوه ځلې د والي په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی هغه مهال کابل ته راوغوښتل شو، چې په دغه ولایت کی میشتو هالنډي ځواکونو سره یي ستونزې پیدا شوې.

نوموړي کرزي ته ډیر نږدې کس پاتې شوی او د جنوب سیمو مهمو مسایلو کې یي تل ولسمشر ته مشورې ورکړې او د شخړو په حل کې یي مرسته کړې.

پخوانی والي جان محمدخان په داسې حال کې وژل کېږي چې تېره ورځ د افغانستان د بامیان ولایت امنیتي چارې له نېټو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.
XS
SM
MD
LG