د لاسرسي ځای


مجيب الرحمان انګار ،پيښور

د قبايلي سیمو اوسیدونکي وايي د بریښنا نشتوالی یا لوډشیډنګ اوج ته رسیدلی او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د قبایلو په وینا د بریښنا په برخه کې تل و سره د مور میرې سلوک شوی خو په دې وروستیو کې دې مسلې نور تر پوزې رسولي.

د پاکستان په ښاري سیمو کې په هرو څلرويشتو ساعتونوکې تر لسو ساعتوپورې بریښنا بنده وي،خو قبایل وايي چې ددوی په سیمو کې بیا دالړۍ تر شلو ساعتو پورې رسيږي.

د خیبر اجنسۍ یوه اوسیدونکي د بريښنا د نشتوالي له وجې خلکو ته د ورپيښو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل ،” زموږ په سیمو کې خو بريښنا په نشت شمار ده،په توره تیاره کې ژوند کوو ځکه چې په مسلسله توګه څو څو ساعته بريښنا نه وي. خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي،په ښوونځیو،کورونو او جوماتونو کې د نور استعمال څه چې ان د څښلو اوبه نه پيدا کیږي.ښځې او ماشومان په بوشکو او منګیو کې له لرې سیمو نه اوبه راوړي او لږ ډیر خپل ضرورتونه پرې رفع کوي٬٬

مومند اجنسي یوه له هغو قبایلي سیمو ده چې په وروستیو کلونو کې د دولت د مخالفو وسله والو د فعالیتونو او د هغوی پرضد د پوځ له لوري د پرله پسې پوځي عملیاتو له امله سخته ځپل شوې.

په دې سیمه کې د پاکستان پيپلز ګوند یو تن مشر جنګريز خان پر دولت نیوکه کوي چې ددې جګړه ځپلې سیمې د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې پر ځای یې پرهغوی بریښنا بنده کړې چې له امله یې پرتې ستونزې لاپسې زیاتې شوي،” جنګ جګړو زموږ د سیمې خلک دومره ځپلي چې ډیری یې کورونه نه لري او په خیمو کې ژوند کوي، نو په دغسې حالت کې پر هغوی باندې بريښنا بندول پر زخمونو د مالګې دوړولو په مثال دي.که حکومت دې مسلې ته پاملرنه ونه کړي نو په دې سره به وضعیت لا پسې خراب شي٬٬

مومندو ته څیرمه باجوړ ایجنسي هم یوه له هغو سیمو ده چې په تیرو څو کلونو کې د دولت مخالف وسله وال پکې واکمن ول، ددې سیمې یوتن اوسیدونکی کامران علي شاه وايي په باجوړ کې په لسګونو لويې او وړې کارخانې چې په تیرو کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې هم سخت زیان ور اوښتی په دې وروستیو کې د بریښنا د نشتوالي له امله تړل شوي او یا زیانمنې شوي،” په باجوړ کې د مرمرو تر سلو پورې لویې او وړې فابريکې فعالې وې خو له بده مرغه چې څه په جنګونو کې زیانمنې شوې او پاتې نورې یې د بریښنا د نشتوالي له امله وتړل شوې٬٬

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی خان بادشاه هم له دې ستونزې سرټکي او وايي،” په شپه ورځ کې څلور ساعته بریښنا راځي خو هغه هم په وقفه ييز ډول. د بریښنا د نشتوالي له امله ژرندې درېدلي،کاروبار یې زیانمن کړی او تر ټولو لویه ستونزه د زراعت په برخه کې ده.
د بریښنا د بندښت له وجې ډیری شنه فصلونه له منځه تللي ځکه چې هلته د اوبه خور سیستم ټول د څاګانو دی او چې بريښنا نه وي نو د اوبو لګولو بل هيڅ بدیل نه لرو٬٬

د پاکستان د بریښنا وزارت مسوولین ددې ستونزې اصلي لامل د تولید په نسبت دبريښنا په استعمال کې زیاتوالی په ګوته کوي او وايي چې پاکستان دا وخت د شاوخوا شپږ زره کلو واټه بریښنا له کمښت سره مخ دی.
XS
SM
MD
LG