د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالب مشرانو له تور لیسټ نه په اېستو د افغان کارپوهانو نظر





د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د حکومت په غوښتنه د ۱۴ نورو پخوانيو طالب مشرانو نومونه له نړيوال تور لست څخه ايستلي دي.
په دوي کې د سولې د عالي شورا يو شمېر اوسني غړي هم شامل دي چې د ولسمشر کرزي له خوا تېر کال جوړه شوه.

د امنيت شورا وايي له تور لست څخه د پخوانيو طالب چارواکو د نومونو ايستل له طالبانو سره په سياسي خبرو اترو کې د افغان حکومت د ورګډېدو د هڅو د ملاتړ يوه پياوړې نښه ده.

د ملګرو ملتونو له دفترڅخه وړمه شپه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دغه کسان يې ځکه له تور لست څخه وېستلي، څو د سولې په اړه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پيل شوې هلې ځلې بريالۍ شي.
په افغانستان كې د سولې عالي شورا او دافغانستان حکومت له دې وړاندې له ملګرو ملتونو غوښتي و، چې له تور لست څخه بايد د يو شمېر طالبانو نومونه ووېستل شي.

د ملګرو ملتونو دامنيت شورا له تور لست څخه په وېستل شويو ١٤کسانو کې څلور داسې کسان هم شته ، چې د سولې د عالي شورا غړيتوب هم لري.
دغه ١٤کسان چې له تور لست څخه يې نومونه وېستل شوي ، په هغوى کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زده کړو وزارت مرستيال مولوي ارسلا رحماني، په سعودي کې د طالبانو سفير حبيب الله فوزي، د کانونو وزارت مرستيال سيد رحمان حقاني او د فقير محمد په نامه يو بل پخوانى طالب چارواكى شامل دى .

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لست څخه د نومونو له وېستلو وروسته دغه کسان کولى شي، چې اوس په ازادانه توګه بهرني سفرونه وکړي او په بانکونو کې يې کنګل شوي بانکي حسابونه بېرته جاري شوي دي .
د چارو كارپوهان وايي چې بهتره به داوي، چې د هغو طالب مشرانو نومونه له دې لېست څخه وویستل شي چې عملاً د افغانستان د دولت او بهرنیوځواکونوپروړاندې جنګیږي.

د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد وایې چې د کوموکسانونومونه چې له تورلېست څخه ایستل شوي دي ډیری یې له طالبانو بېل او د افغانستان د ننه په سوله یئز ډول ژوند کوي.

نوموړی زیاتوي چې بهتره به داوي، چې د هغوطالب مشرانونومونه له دې لېست څخه وویستل شي چې عملاً د افغانستان د دولت او بهرنیوځواکونوپروړاندې جنګیږي.
نوموړی زیاتوي:)) زمونږسپارښتنه ملګروملتونو او هغوهېوادونوته چې په ملګروملتونواغېزلري داده چې د طالبانود اسلامي تحریک د هغومشرانونومونه له دې لېست څخه وباسي چې د طالبانوسره د جګړې په ډګر کې موثریت لري او د هغوی پر سر ایښودل شوي ا نعامونه لیرې کړي )).

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی هم ورته خبره کوي او وایې چې باید د طالب مشرانو نومونه له دې لېست څخه وویستل شي.

د دوی په خبره چې که د دوی نومونه له تورلېست څخه ونه ویستل شي دوی دوې لارې لري یاجنګ او یا مرګ ځکه دوی په هېوادکې نشي اوسیدلای او بله لارلري.

د سیاسي چاروکارپوه امير شاه كارګر او وحیدمژده هم وایې، چې په دې کسانوکې چې نومونه یې له تورلېست څخه ایستل شوي عملاً د افغان دولت په خواکې ولاړ دي.

که امریکا او ملګروملتونه غواړي چې ریښتیاهم افغان مسلې ته د حل لاره پیداکړي نوپه کارده چې اساسي ستونزوته پام وکړي او هغه هم د طالب مشرانو سره خبرې دي.
ده وویل:))داتشویق نه دی طالبان په دې پوهیږي چې داهغه کسان دي چې د افغان دولت او امریکایانو سره لس کاله په خدمت کې دي، نوفکرنه کوم چې دادې مثبت اغېز ولري))

داپه داسې حال کې ده، چې د ۱۴ پخوانیو طالب چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته ایستل کیږي چې یوه ورځ وړاندې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې ۶۵۰ امریکایې سرتیري له افغانستان څخه خپل هېوادته ستانه شول
XS
SM
MD
LG