د لاسرسي ځای

په کورمه کې پنځه ګاډي سوزول شوې او چلونکي یې تېښتول شوي


په کورمه کې د پاکستان پوځ د مشکوکو اورپکو پر ضد عملیات پیل کړيدي

په کورمه کې د پاکستان پوځ د مشکوکو اورپکو پر ضد عملیات پیل کړيدي



په کورمه اېجنسۍ کې د نامالومه کسانو لخوا شپږ ګاډي سوزول شوي او ډریوران او کلېنډران یې تېښتول شوي دي.د یو بل خبر له مخې د کورمې په ډومبکۍ،مناتو او شاوخوا نورو سیمو کې سرکار تر نامالومه وخته پورې ګرځبندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ لخوا د سپرلیو پر یوه موټر په برید کې د وژل شویو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی دی.

د کورمې پولیټکیل انتظامییه وايي، چې په وژل شویو کې درې ماشومان او درې ښځې هم شاملې دی.د مساپرو موټر د بشرو سیمې په لور روان وو، چې د بره کورمې په پيشو کلي کې وسله والو ورباندې برید وکړ.

په سده کې د روغتون چارواکي وايي ، چې په برید کې درې ماشومان هم ټپیان وو چې د برسېرن دارودرمل وروسته یې د نور علاج لپاره پېښور ته واستول چې په هغوی کې یو ماشوم په لاره کې ساه ورکړه.


د کورمې مرستیال پولیټیکل د مشال خبریال طارق اورکزي ته ویلي په کومه سیمه کې چې برید شوی دی هلته یې د مشکوکو کسانو خلاف چاپې وهلې دی،ځینې یې نیولي دي او د یو شمېر کسانو دوکانونه یې هم سرکاري تالا لګولې ده.

وژل شوي کسان سنیان دي چې د بشرو سیمې اوسېدونکي دي.


د انجمن حسینیه مشر ملک یوسف حسین د دې پېښې په سختۍ سره غندنه کړې ده او وايي چې دا په سیمه کې د امن خرابولو یوه هڅه ده .

په کورمه اجنسۍ کې له ۲۰۰۷ م کال راهیسې د فرقه ییزه نښتو له وجې د تګ راتګ لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي او خلک نشي کولای چې د یوبل په سیمو کې مزل وکړي.


په دغه سیمه کې په بیا بیا د سپرلو پر ګاډو بریدونه کېږي چې اکثره په کې بې ګناه خلک وژل کېږي.د سیمې خلک د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د تګ راتګ لویې لارې دې خوندي او د خلک ژوند دې محفوظ کړي.

د یاودونې وړ ده چې د جولايي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په کورمه اجنسۍ کې پاکستاني پوځ د مشکوکو وسلوالو کسانو پر ضد عملیات پیل کړي دي ،چې له کبله له دې سیمې ګڼ خلک بې کوره شوي دي.او د پاکستان پوځ ادعا کوي ګڼ مشکوک وسلوا یې وژلي دي.
XS
SM
MD
LG