د لاسرسي ځای

هوګو شاوېز د علاج لپاره بیا کیوبا ته تللی دی


د وینېزوېلا ولسمشر هوګو شاوېز ویلي ډاکترانو د ده په ځان کې د سرطان تر عملیات وروسته د خپرېدونکي سرطان نورې حجرې یا خلیې نه دي میندلي.

شاوېز ویلي ول چې تېره میاشت یې په کیوبا کې د سرطان عملیات شوی وو. نوموړی تر دې وروسته اوس بیا کیوبا ته د درملنې لپاره تللی دی. هغه دا نه دي ویلي چې د سرطان کوم ډول ناروغي لري او تر کومې به له خپل هېواده بهر وي.
XS
SM
MD
LG