د لاسرسي ځای

په صومالیا کې ملګرو ملتونو د ځپل شویو مرستې


ملګرو ملتونو د په صومالیا کې د اورپکو تر واک لاندې سیمو کې، وچکالۍ ځپلو ته په لومړي ځل مرستې رسولې دي.

په دې سیمو کې په القاعده پورې تړاو لرونکې اورپکه ډله الشباب واکمنه ده او دوی د مرستو پر ورکولو لګولی بندیز لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو ماشومانو لپاره د ادارې یونيسیف، روزان شورلټن وايي الشباب د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته بې له څه خنډه سیمو ته د تګ اجازه ورکړې ده.

شورلټن وايي هیله منه ده چې دا کار به نورې ادارې هم وهڅوي. یونيسیف وايي تېره اوونۍ یې شا و خوا ۳۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا وه چې د درو میاشتو لپاره د میلیونونو ښځو او ماشومانو مرسته وکړي.

د دې له اټکل سره سم، په سیمه کې له دوه میلیونه زیات ماشومان د خوار ځواکۍ ښکار دي او په سمدستي ډول مرستو ته اړتیا لري. د دې تر څنګ په دوی کې پینځه لکه ماشومان ژوند ته د خطر له حالاتو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG