د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریایانو د قامي نجات شورا جوړه کړې ده


د تورکیې په استنبول کې د سوریا د حکومت د مخالفو شخصیاتو یوه غونډه شوې ده چې په ترځ کې یې یوه ۲۵ کسیزه، د قامي نجات شورا جوړه کړل شوې ده.

په دې شورا کې اسلامپاله، منځلاري او ازاديپالي کسان شامل دي. په هغو ۳۵۰ کسانو کې چې په دې جرګه کې یې برخه واخیسته، زیاتره هغه ول چې کالونه مخکې یې هېواد پریښی وو او اوس جلا وطن دي. په استنبول کې په شوې دې غونډه کې د مخالفو ډلو کسان په دې متفق نه ښکارېدل چې ایا یو حکومت دې جوړ کړي چې په انتظار کې دې اوسي او که نه د دې انتظار دې وکړل شي چې په سوریا کې پاڅون کومه بڼه خپلوي؟ په آخر کې دا ډلې د یوې شورا پر جوړلو سلا شوې چې نن به یوه غونډه کوي او ۱۱ کسیزه کمېټي به جوړوي. همدا مهال په استنبول کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له خپل تورکي سیال احمد دعوت اوغلو سره د خبري غونډې پر مهال وویل: (( موږ په دوو زونونو، او دوو کمیونونو مشتمل فېډراسون لیدل غواړو. موږ دا ژر تر ژره لیدل غواړو. موږ غواړو تر ۲۰۱۲ز کال پورې دا وګورو. او دا هغه څه دي چې ملګرو ملتونو ویلي دي.)) د جمعې په ورځ په سوریا کې د مظاهرو پر مهال د ولسمشر بشارالاسد سرتېرو لږ تر لږه ۳۲ کسان وژلي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG