د لاسرسي ځای

تازه خبر

له دلای لاما سره د اوباما لیدل غندو: چین


هیند: د تبت د سیمې روحاني مشر دلای لاما. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ لسمه.
هیند: د تبت د سیمې روحاني مشر دلای لاما. د ۲۰۱۱ز کال د مارچ لسمه.
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: د ازادې اوروپا د راډیو د خبرونو مرکزي څانګه

پراګ
- چین چې په دې وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکي ښه شوي ول، اوس یې ګواښ کړی دی چې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره د تبت د جلا وطنه روحاني مشر دلای لاما لیدل، د بیجنګ او واشنګټن اړیکي خرابولی شي.

چین د شنبې په ورځ پر امریکا غږ وکړ چې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر اوباما سره د لیدو لپاره دلای لاما ته ورکړې بلنه دې بیرته واخلي؛ ځکه چې له دې سره د دواړو هېوادونو اړیکي خرابېدای شي.

موږ له دلای لاما سره د بهرنیو هېوادونو د مشرانو لیدل کتل، په کلکه غندو ، هغه که په هر صورت کې وي.
چین ددې ملاقات غندنه کړې او امریکا ته یې ویلي د امریکا له خوا دلای لاما ته بلنه ورکول به دا مانا ولري چې امریکا، د چین په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

دچین د بهرنیو چارو د وزارت په ویب پاڼه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند هونګ لي له خولې لیکل شوي: (( موږ له دلای لاما سره د بهرنیو هېوادونو د مشرانو لیدل کتل، په کلکه غندو ، هغه که په هر صورت کې وي. ))

د چین له خوا دغه ګواښونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې د بیجنګ او واشنګټن ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکي ښه شوي ول او په تېره جنورۍ میاشت کې امریکا ته د دچین د ولس مشر هوژن تاو تر سفر ورسته، په کې مثبت پرمخ تګ شوی وو.

خو د شنبې په ورځ، د دامریکا له ولس مشر بارک اوباما سره، د تبت د جلاوطنه روحاني مشر دلای لاما ټاکل شوی ملاقات، د چین او د امریکا اړیکي خرابولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکو میاشتو کې د دواړو خواوو لوړ پوړي حکومتي مشران د یو بل هېواد ته د سفر کولو نیت لري.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن د روان زېږیز کال، د جولايي په ۲۵ مه نېټه په پام کې ده، چې د چین جنوبي ښار شینزیان ته سفر وکړي.

همدارنګه د امریکا مرستیال ولس مشر جو بایډن به هم په روان اوړي کې چین ته سفر کوي او د هغه سفر په تعقیب به د چین مرستیال ولس مشر زي جین پینګ، واشنګټن ته سفر کوي.

کارپوهان وايي له دلای لاما سره د ولس مشر اوباما ملاقات، او د جنوبي چین په سمندر کې د وېتنام او چین په روانه لانجه کې دامریکا مداخله د دواړو خواوو اړیکي ترینګل کولای شي.

په پیکنګ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې یو پوهاند نیو جون وايي: ((د تبت او دلای لاما په سر د چین او امریکا اړیکي له ډیره وخته ښه نه دي، او اوسنی ملاقات بې له څه شکه د دواړو خواوو په اړیکو منفي اغېز لرلای شي.))

جون وايي: ((د امریکا ولس مشر بارک اوبا ما تردې مخکې هم له دلای لاما سره کتلي، او چین تر دې مخکې هم په دې اړه خپل غبرګون ښکاره کړی دی.))

پوهاند جون زیاتوي چې په دې موضوع چین او امریکا باید د حل يوې لارې ته ورسېږي.

اوباما تردې مخکې د ۲۰۱۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د تبت له روحاني مشر دلای لاما سره کتلي ول، او چین هغه مهال هم سخت پارېدلی وو.

امریکا باید له ژمنې سره سم، تبت د چین یوه برخه وګڼي او د ازادۍ مخالفت یې وکړي.
چین فکر کوي، چې د نوبل انعام ګټونکی دلای لاما د بیلتون پالو مشري کوي او په همالیايي سیمه کې، د چین د تسلط د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.

دلای لاما پر ده لګول شوي، د چین تورونه تل رد کړي؛ هغه یواځې د تبت د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي.

خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هونګ لي وايي: ((امریکا باید له ژمنې سره سم، تبت د چین یوه برخه وګڼي او د ازادۍ مخالفت یې وکړي.))

تبت تر لسګونو کالونو پورې د ناندریو مرکز ګرځېدلی.

چین په ۱۹۴۹ز کال کې د کمیونیسټي انقلاب (په پښتو کې ورته پرګنواله اوښتون وايي) پرمهال تبت ته ځواکونه لېږدولي ول، چې دا هېواد ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG