د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټر نیټي مالوماتو د غلا پر وړاندې د امریکا سټراټیژي


کولرېډو سپرنګز: د امریکا د کولرېډو سپرنګز په هوايي اډه کې پوځیان د خپل کمپیوټر په ښیښه نقشې ګوري. د پینټاګان له ویبپاڼې میاشتې مخکې هیکرانو دوسیې غلا کړې وې. د ۲۰۱۰ز کال د جولا شلمه.
کولرېډو سپرنګز: د امریکا د کولرېډو سپرنګز په هوايي اډه کې پوځیان د خپل کمپیوټر په ښیښه نقشې ګوري. د پینټاګان له ویبپاڼې میاشتې مخکې هیکرانو دوسیې غلا کړې وې. د ۲۰۱۰ز کال د جولا شلمه.
ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: د ازادې اوروپا د راډیو د خبرونو مرکزي څانګه

پراګ
- د امریکا پوځ د ډیجیټل برید یا له ویبپاڼو د مالوماتو غلا کولو د مخنیوي او د کمپیوټري شبکې د خوندي ساتلو لپاره نوې سټراټیژي اعلان کړې ده.

دا سټراټیژي تر هغې وروسته مخې ته راوړل شوې ده چې د روان زېږیز کال د مارچ په میاشت کې امریکا د خپل تاریخ له تر ټولو بد ترین هیکر برید سره مخامخ شوه.

دا پېښه هغه مهال شوې ده چې یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې د امریکا د دفاع د وزارت پینټاګان ۲۴۰۰۰ دستاویزات یا فایلونه پټ کړل. تر دې دمه، د استخباراتي ادارې نوم او د هغه کس نوم چې له کمپیوټره یې غلا شوې نه دی په ډاګه کړل شوی.

په دې اړه نور مالومات هم نه دي ورکړل شوي.

د زیارت په ورځ د نوې سټراټیژۍ د اعلانولو پر مهال، د امریکا د دفاعي چارو مرستیال وزیر ویلي، وزارت به اوس چمتو وي چې د هر ډول خطرناکه انټرنیټي برید مخنیوی وکړي.
زموږ وړومبی کار به دا وي چې د جنګ مخه ونیسو، او د دې لپاره به موږ چمتو اوسو.

د کمپیوټري نظام د خوندي ساتلو لپاره، د امریکا د نوې سټراټیژۍ تر مخې به داسې یوه انټرنیټي علاقه یا سپېس جوړلو کېږي چې تر واک لاندې به وي؛ په دې کې به د امریکا پوځ ته تربیه هم ورکړل کېږي.

د دفاعي چارو په ولسي پوهنتون (نیشنل ډیفینس یونیورسټي) کې د وینا پر مهال د دفاعي چارو مرستیال وزیر ویلیم جې لېن ویلي: (( امریکا دا حق لري چې د وسله والو نښتو د قوانینو تر مخې د هر ډول جدي انټرنیټي برید ځواب د وخت او ځای مطابق، د برابرۍ پر بنسټ او په جایز ډول ورکړي.))
نوموړی وايي د نوې سټراټیژۍ ترمخې، پر ځای د دې چې د برید انتظار وکړل شي، تر دې مخکې به د پټو برید کوونکو لټون کېږي.

دی وايي امریکا غواړي چې انټر نیټي سیمه یا علاقه دې پوځي نشي، خو د دې موخه دا ده چې په دفاعي نظام کې کارېدونکی انټرنیټي سېسټم خوندي وساتل شي: ((دا سټراټيژي د دې لپاره ده چې موږ په انټرنیټي علاقه کې هغه وضعه مالومه کړو چې تر مخې یې خپل ولس خوندي وساتو. زموږ وړومبی کار به دا وي چې د جنګ مخه ونیسو، او د دې لپاره به موږ چمتو اوسو.))

لېن وايي دا نوې سټراټيژي ځکه هم خپله کړل شوې ده چې هیکران، حساسه انټرنیټي نظام تباه کړي.


نوموړی زیاتوي، په ټوله نړۍ کې د امریکا د پوځ تر پینځلس زره زیات کمپیوټري شبکې دي او له ۷۰۰۰۰۰۰ زیات کمپیوټره دوی کاروي، او پر دې شبکو د ورځې لکونه بریدونه کېږي او د تېرې یوې لسیزې راهیسې دغه مالومات غلا کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG