د لاسرسي ځای

په کورمه کې پر مساپرو برید، اووه وژل شوي


په قبایلي سیمې کورمه کې نامالومه کسانو د سپرلیو پر یوه موټر برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، موټر د بشرو سیمې په لور روان وو، چې وسله والو پر برید وکړ. په دې برید کې د ځايي سرچینو له وینا سره سم، اووه کسان وژل شوي، او درې ژوبل شوي دي. په وژل شویو کې درې ښځې شاملې دي. ژوبل شوي ټول ماشومان دي. برید د بره کورمې د پیشو په سیمه کې شوی دی. په دې اړه د کورمې د پولیټیکل انتظامیې چارواکو له خبرو کولو ډډه کړې ده. بل پلو د انجمن حسینیه مشر ملک یوسف حسین د دې پېښې په سختۍ سره غندنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG