د لاسرسي ځای

له دلای لاما سره دې د اوباما غونډه وځنډول شي: چین


چین پر امریکا غږ کړی دی چې د ولسمشر باراک اوباما او د تبت د سیمې د جلا وطنه روحاني مشر دلای لاما تر منځ د شنبې په ورځ کېدونکې غونډه دې وځنډوي.


د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هونګ لي ویلي، دا ډول غونډه د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. سپینه ماڼۍ وايي چې د غونډې اعلان د جمعې په ورځ نا وخته شوی دی. د سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي، دا غونډه د تبت د ځانګړي مذهبي، کلتوري، ژبنۍ پېژندګلۍ، او د تبتیانو د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د باراک اوباما له لوري ټینګ ملاتړ ښيي. بیان زیاتوي، ولسمشر اوباما به د دلای لاما د استازو او د چین د حکومت ترمنځ، د خبرو اترو له لارې، د اختلافاتو د ختمولو په برخه کې خپل پایداره ملاتړ هم وښيي.
XS
SM
MD
LG