د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډ مهاله ملي شورا د لیبیا د نماینده په توګه نه منو: قذافي


د لیبیا مشر معمر قذافي د څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا د یاغیانو د عبوري ملي شورا، د لیبیا د ولس د قانوني نماینده په توګه د منلو له ګامه انکار کړی دی.

کرنل قذافي د جمعې په شپه د خپلو پلویانولپاره په خپور کړل شوي غږیز پیغام کې دا یو غیر دانشمندانه ګام بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي د قذافي حکومت قانوني جواز له لاسه ورکړی دی. د لیبیا په اړه جوړ شوي رابطه ګروپ د جمعې په ورځ د تورکیې په استنبول کې تر غونډې وروسته اعلان کړی دی چې لنډ مهاله ملي شورا د دې هېواد د استازي او د حکومتي واکدارې په توګه مني. رابطه ګروپ په یوه بیان کې ویلي، د کرنل قذافي حکومت نور د لیبیا د قانوني حکومت په توګه نه دی پاتې شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG