د لاسرسي ځای

'چین په نړۍ کې ملګری نه لري'


بيجنګ: د چين په پلازمېنې کې د یوه نړیوال هوټل مخې ته د امریکا و چین قامي بیرغونه. د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ ۱۷مه.

بيجنګ: د چين په پلازمېنې کې د یوه نړیوال هوټل مخې ته د امریکا و چین قامي بیرغونه. د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ ۱۷مه.

ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: ایکانامک ابرزور


په چینايي اوونیزې مجلې ایکانامک ابرزرور کې لیکل شوي له شمال مشرقي اسیا تر جنوب مشرقي اسیا پورې چین د اوبو او ځمکې لویې شخړې لري.

چین د یو شمېر وړو هېوادونو په منځ کې پروت دی چې هم پرمختګ کوي او هم د دې هېواد ګرد ګېره اچوي.

ایکانامک ابزرور مجله لیکي منځنی ختیځ په ورو ورو د چین لپاره مانا داره کېږي، خو ځېنې چارواکي ګیله کوي چې چین په یو حصار کې ناست دی او له سپینو او واضح دریځونو خپلولو ویرېږي.

د چین تر ټولو لویه سټراټیژیکي ملګرې روسیه، وېتنام ته پرمختللې وسلې ورکوي.
په مقاله کې راغلي د چین تر ټولو لویه سټراټیژیکي ملګرې روسیه، وېتنام ته پرمختللې وسلې ورکوي. له وېتنام سره چین د ځمکې یوه لانجه لري. همداراز، چې چین د منځنۍ اسیا له هېوادونو د انرژۍ په اړه همکاري غواړي نو روسیه یا خو په پټه او یا هم ښکاره په کې مداخله کوي.

په مقاله کې راغلي، چین اوس په براعظم اوروپا کې په فعال ډول پانګه اچونه کوي، او له اوروپايي ټولنې درامدات هم لري.

د ایکنامک ابزرور په مقاله کې راغلي خو دا کار بیا هم حقیقت نشي بدلولای، ځکه چې اوروپايي ټولنه تر اوسه د امریکا ډېره ټینګه ملګرې ده.

په مقاله کې لیکل شوي، چین په ريښتوني ډول په نړۍ کې ملګری نه لري. لکه د برېک سازمان په هېوادونو کې چې برازیل، روسیه او هیند په کې دي. همداراز، د شینګايي د همکارۍ په سازمان کې هم ملګری نه لري چې په کې قازقستان، کېرغیزستان، تاجکستان، هیند، ایران، پاکستان، سري لنکا او بېلا روس شامل دي.

دا یواځې هغه فورمونه دي چې په کې هر هېواد د خپل دریځ ښکاره کولو لپاره موجود دی.

په مقاله کې راغلي، د طاقت په توګه، چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی. دا باید په ګرده نړۍ کې د خپلو اقتصادي ګټو ساتنه وکړي. په دې ترځ کې چې هر کله چین، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا کې له رایې ورکولو انکار کوي نو نړۍ دا فکر کوي چې چین نا څرګند دی، تت دی، دا هېواد د نړیوال انصاف ساتنه نه کوي، او یا دا جرات هم نه لري چې د خپلو ګټو دفاع وکړي.

چین په ريښتوني ډول په نړۍ کې ملګری نه لري.
په مقالې کې ویل شوي، د چین ډېپلوماسي باید د امریکا له پالیسیو سره سمون وخوري، دا باید د خپلو ګټو د دفاع جرات ولري، او د دې ترڅنګ یو داسې رول ولوبوي چې څومره کولای شي، د نورو هېوادونو مرسته وکړي.

په مقاله کې راغلي امریکا هم چین ته ضرورت لري. په ۲۰۰۹ز کال کې امریکايي ولسمشر باراک اوباما د چین سفر وکړ او چیني مشرانو ته یې وړاندیز وکړ چې د امریکا اقتصاد به په لنډ وخت کې بیا و نه رغول شي، او په افغانستان کې به هم مسلې روانې وي نو چین باید د امریکا مرسته وکړي، په ځانګړي ډول په اسیا کې د ارام سمندر د هېوادونو په سیمه کې.

مقاله زیاتوي ګڼ شمېر لارې دي چې چین په کې لا نور پرمختګ کولی شي، او تر هر څه زیات د دوه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د تنظیم جوړولو چې جي دوه نومېږي، لار تر ټولو زیات حقیقت ته نېږدې ده.
XS
SM
MD
LG