د لاسرسي ځای

'له امریکا سره به کله اړیکي ترینګل، کله تاوده وي': صدیقي


اسلام اباد: د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی مشر لیفټیننټ جنرال احمد شجاع پاشا. نوموړی له امریکا سره د اړیکو ښه کولو لپاره هلته ورغلی دی. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۱۱مې دی.

اسلام اباد: د پاکستان د استخباراتو د ادارې آی ایس آی مشر لیفټیننټ جنرال احمد شجاع پاشا. نوموړی له امریکا سره د اړیکو ښه کولو لپاره هلته ورغلی دی. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۱۱مې دی.

مرکه: بشیر ګواښ، مشال راډیو
کارپوه: طیب صدیقي




پراګ - په دې وروستيو کې د پاکستان او امريکا اړيکي ډير خراب شوي ول، خو اوس د رپورټونو تر مخې، د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ایس آی مشر شاه شجاع پاشا په امريکا کې د دې هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې له مشر سره کتل بريالي ياد شوي.

د مشال راډیو بشیر ګواښ په دې اړه، په اسلام اباد کې د چارو له کارپوه طیب صدیقي سره مرکه کړې ده. دا مرکه تاسې لاندې لوستای شئ، او د غږ پر ځای کې یې اورېدای هم شئ.


--------------------------------------------------------------------------

مشال راډیو: طیب صدیقي صاحب، تاسې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی د مشر جنرال احمد شجاع پاشا، امریکا ته سفر څنګه څېړئ؟

طیب صدیقي: دا وخت پاکستان او امريکا يو بل ته ضرورت لري. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات پيدا شوي دي او غلط فهميانې شتون لري، خو بيا هم دواړو ته مالومه ده چې خپل عسکري او نور اهداف يواځې له يو بل سره په مرستې او همکارۍ تر لاسه کولای شي.

د امريکا له خوا داسې بيانونه راغلل چې په مختصر ډول يې که ووايم نو د آی ایس آی کردار کشي پکې وشوه.

تر کومه حده چې امريکا ته د آی ایس آی د مشر شجاع پاشا د سفر خبره ده، نو د دې دورې دوه وجې دي. يوه دا چې ، تاسې ته به مالومه وي چې ، تيره اوونۍ د امريکا له خوا داسې بيانونه راغلل چې په مختصر ډول يې که ووايم نو د آی ایس آی کردار کشي پکې وشوه. نو ضروري وه چې هغه د خپل دریځ وضاحت وکړي او دا چې د آی ایس آی څه رول دی او د آی ایس آی په باره کې چې کوم غلط رپورټونه او خبرونه راځي ، د هغې حقيقت څه دی؟ دویمه خبره دا وه، چې څنګه دواړه ملکونه وکړی شي عسکري هدفونه تر لاسه کړي. نو زما په خيال، دا دوه هدفونه ول. په دې ملاقاتونو کې تر ډېره غلط فهميانې لرې کړل شوې دي او د راتلونکې په اړه هم پکې خبرې اترې شوې دي.

مشال راډیو: امريکا ويلي ول چې پاکستان ته به نيږدې ۸۰۰ ميليونه ډالره مرستې ځنډوي. تاسي څه فکر کوئ چې تر دې ملاقاتونو وروسته به دا مرستې بيرته پر حالې شي او که نه؟

طیب صدیقي: ګورئ، زما په خيال، دا ټولې غلط فهميانې دي. د امريکا مالي طريقه کار چې ډېر خلک ترې نه دي خبر ، څلور مرحلې لري.

لومړۍ مرحله دا ده چې حکومت پیسې منظور کړي، په دویمه مرحله کې دا کانګرس ته وړاندې کېږي. په درېيمه مرحله کې له کانګرسه تر منلو وروسته پيسې ورکول کېږي او په څلورمه مرحله کې پيسې اړونده هېواد ته تر سپارلو وروسته هغه هېواد خپلو متعلقه ادارو ته دا پیسې ورکوي.

اوس چې دوی د دې ۸۰۰ ميليونه ډالرو خبره کوي نو دا هغه پیسې دي چې امريکا پاکستان ته د پوځ د لوجيسټيکي لګښتونو لپاره ورکوي. داسې نه ده چې دا پیسې به امريکا ودروي خو هغوی غواړي چې دا يقيني کړي چې کومه مرسته د پاکستان له پوځه غواړي او کوم عمليات چې غواړي، هغه دې شوي وي. نو تر هغو پورې چې امريکا په دې اړه اطمينان تر لاسه نه کړي نو به دا پیسې پاکستان ته ور نه کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به کله ګرم او کله ساړه وي.
مشال راډیو: په عمومي ډول امريکا ته د آی ایس آی د مشر سفر او د پاکستاني پوځ له مشر سره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د قوماندان، جنرل ډيوېډ پيټرييس ليدلو ته په کوم نظر ګورئ؟ آيا د امريکا او پاکستان اړيکي به سم شي او که نه همداسې به کله تاوده او کله ساړه وي؟

طیب صدیقي: زما په خيال ستا خبره سمه ده. دا اړيکي به کله تاوده او کله هم ساړه وي. اوس دا صورتحال دی چې دواړه خواوې د يو بل د خاميانو په لټه کې دي، چې له دغه خاميانو په ګټه پورته کولو سره خپله خبره په دا بل اړخ ومني. د پاکستان کوشش دا دی چې د امريکا په ترجيحاتو کې خپل رول روښانه وساتي. پاکستان غواړي چې که له دوی ځېنې کوتاهيانې کېږي يا د پاکستان چې کومې پاليسۍ دي که هغه غلطې هم دي نو امريکا دې ترې صرف نظر وکړي.

بل خوا، امريکا هڅه کوي دا يقيني کړي چې پاکستان و نه وايي چې په شمالي وزيرستان کې به څنګه او د کوم نوعيت عمليات کوي. امريکا غواړي چې په شريکه خبرې وکړي او د پاکستان سره يې چې کومه همکاري ده، د هغې لپاره اصول تيار کړل شي او دا چې د افغانستان په مسله کې چې د پاکستان د پوځ کوم رول دی، هغه يو طرفه نه وي، بلکې د امريکا په مشوره او مرسته وي.

نو زما په خيال دا هيلې او غوښتنې به وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي به کله ګرم او کله ساړه وي.

مرکه لاندې او د پاڼې کیڼ اړخ ته په ورکړل شویو ځایونو کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG