د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایساف:' پوستې مو نه دي پرېښې'


به افغانستان کې د ایساف ویاند جوزف بولټز
به افغانستان کې د ایساف ویاند جوزف بولټز
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو


پراګ
- په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو ویاند ویلي دا ردوي چې ګواکې دوی په کونړ او نورستان ولایتونو کې امنیتي پوستې پرېښې دي، بلکې دوی خو هلته عملیات کوي. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اطهر عباس تر دې مخکې ویلي ول چې بهرنیو او افغان پوځیانو په کونړ او نورستان کې پوستې پرېښې دي او په هغو سیمو کې اوس د اورپکو پټنځایونه دي.

د وسله والو مشران چې په کې فضل اله، فقیر محمد، عبدالولي او حکیم اله شامل دي، په کونړ او نورستان کې پټنځایونه لري.
له بي بي سي سره د ځانګړې مرکې پر مهال د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر مشر او د پوځ ویاند مېجر جنرل اطهر عباس ویلي د وسله والو مشران چې په کې فضل اله، فقیر محمد، عبدالولي او حکیم اله شامل دي، په کونړ او نورستان کې پټنځایونه لري.

نوموړي وویل هغه وخت چې د ناټو اتحاد او افغان پوځ په یادو سیمو کې خپلې پوستې پرېښودې نو پاکستان دوی له خپلو اندېښنو خبر کړي ول، او اوس دا اندېښنې سمې زباتېږي.

اطهر عباس بي بي سي ته ویلي د روان کال د جون په لومړۍ نېټه له ۵۰ تر ۶۰ پورې اورپکي، چې د سوات د طالبانو د تحریک غړي ول، له کونړ ولایته راغلل او د خیبر پښتونخوا په دیر کې یې د پولیسو او لیوي پر ګډې پوستې برید وکړ.

د ده په خبره، د برید پر مهال په پوستې کې ۳۰ امنیتي سرتېري ول چې اورپکو ووژل.

دی وايي په برید کوونکو کې کمانډر حفیظ اله چې د کوچوان په نوم پېژندل کېږي، مفتي الدین یا شبر، او تور ملا، دا ټول د دیر دي او د برید کوونکو مشري یې کوله. د اطهر عباس په خبره دې طالب وسله والو په کونړ کې پټنځایونه جوړ کړي دي.

زه په سپینو ټکو کې دا ردوم، موږ پوستې نه دي پرېښې. د ایساف ویاند
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو ویاند مېجر کېم جېمز له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل دا ردوي چې دوی پوستې پرېښې دي: (( زه په سپینو ټکو کې دا ردوم، موږ پوستې نه دي پرېښې. په حقیقت کې، دا مهال، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه او موږ په کونړ کې عملیات کوو چې دا سیمه د اورپکو د پټنځای جوړېدو ته پرېنږدو.))

د ایساف ویاند کېم جېمز وايي له افغان ځواکونو سره په ګډه هر هغه څه کوي چې د اورپکو مخه ونیسي: ((افغان ملي امنیتي ځواکونه او موږ هر هغه څه کوو چې برلاسي پاتې شو، چې همداسې عملیات وکړو، چې دا راز د افغانستان هغه سیمې دې ته پرېنږدو چې د هر قسم اورپکو پټنځای کې بدلې شي چې په افغانستان کې په جګړې کې ښکېل دي.))

د ایساف ویاند پر پاکستانیو اورپکو له تبصرې انکار وکړ، خو دا یې وویل چې له ځېنو رسنیو خبر شوی دی چې اورپکي له پولې هغې خوا ته هم اوړي.

ده وویل افغان چارواکي هم داسې دعوې کوي چې افغان اورپکي له پولې هغې خوا اوړي او هلته بریدونه کوي. خو د کېم جېمز په خبره، له ده سره د ایساف داسې کوم رېکارډ نشته چې د دې خبرې پخلی وکړي.
XS
SM
MD
LG