د لاسرسي ځای

چین به د امریکا ځاي ونیسي او ګه نه؟


د امریکا د پوځ مشر ایډمرل مایک مولن له خپل چینايي سیال سره. نېټه ، کال ۲۰۱۱م ۱۱مه جولايي

د امریکا د پوځ مشر ایډمرل مایک مولن له خپل چینايي سیال سره. نېټه ، کال ۲۰۱۱م ۱۱مه جولايي

رپوټ : واشنګټن پوسټ
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو


د یوې نړیوالې نظرپوښتنې له مخې په لویدیځو اورپايي هیوادونو کې خلک فکر کوي چې چین به په نړۍ کې د لوی قوت په توګه تر امریکا له مخه شي . د یوې بې طرفه ادارې پیو ریسرچ سینټر له خوا دا نظر پوښتنه د روان کال د مارچ د میاشتې له ۱۸ نېټې څخه د مئ تر ۱۵ نېټې پورې د نړۍ په ۲۲ هیوادونو کې تر سره شوې ده.

د پیو څېړنیز مرکز د نظرپوښتنې په اړه دا رپوټ ښي چې د لویدیځې اورپا خلک فکر کوي چین یا خو په نړیواله کچه د طاقت په میدان کې د امریکا ځای نیولی دی او یا به یې ونیسي.

په دې نظر پوښتنه کې دا هم مخې ته راغلي دي چې په نړۍ کې خلک د چین زیاتېدونکي پوځي قوت ته په ښه سترګه نه ګوري. خو په ۱۳ هیوادونو کې ډېرو خلکو ویلي دي چې په اقتصادي توګه د چین پرمختګ د هغو په مقابل کې ښه دی چې منفي فکر کوي.

نظر پوښتنه لیکي ، په برتانیا کې له پوښتل شوو خلکو څخه ۵۳ فیصده کسانو د چین اقتصادي پرمختګ ته ښه ویلي خو ۷۱ فیصده کسانو بیا ویلي چې د دې هیواد پوځي پراخوالی کېدای شي ښه نه وي.

په لویدیځه اورپا کې د چین د پرمختګ په اړه له ډاډمن فکر سره په نورو هیوادونو کې بېل اټکلونه لیدل شوي دي.

نظرپوښتنه لیکي ، په ترکي کې چې له کومو کسانو څخه پوښتنې شوي دي د هغوي تر دریمه برخه زیاتو کسانو ویلي چې چین به د امریکا ځای ونیسي او ۶۰ فیصده چاپانیان او ۵۴ فیصده لبنانیان بیا په دې نظر دي چې چین به هیڅ کله هم د نړۍ د لوی قوت په توګه د امریکا ځای ونه نیسي .

که څه هم په ټولو هیوداونو کې امریکا ته په ښه نظر کتل شوي دي خو ځینې د پام وړ استثناوې هم وې. په ترکي کې له پوښتل شوو خلکو څخه یوازې ۱۰ فیصده کسانو د امریکا په اړه ښه نظر څرګند کړی دی او په پاکستان کې د امریکا په اړه هم داسې منفي نظر لیدل شوی چې ۱۲ فیصده خلکو امریکا ته په ښه سترګه کتلي او په اردن کې ۱۳ فیصده کسانو هم داسې نظر څرګند کړی دی.

رپوټ لیکي ، د امریکايي ولسمشر باراک اوباما نظریات په ډېره ښه توګه خپاره شوي دي. پر ولسمشر باراک اوباما باندې په ځینو هیوادونو کې لکه جرمني ، د باور کچه انتهايي لوړې درجې یانې ۸۸ فیصده ته رسېدلې ده . خو په پاکستان بیا له پوښتل شوو خلکو څخه یوازې ۸ فیصده کسانو پر امریکايي ولسمشر د باور څرګندونه کړېده.
رپوټ لیکي ، د دې نظرپوښتنې په ترڅ کې چین ته هم په زیاتره هیوادونو کې په ښه سترګه کتل شوي دي خو په ترکي ، هند ، جرمني ، جاپان او نورو هیوادونو کې یې تر ۴۰ فیصده کمو خلکو ستاینه کړې ده.

له پوښتل شوو امریکایانو څخه تر نیم زیاتو د چین په اړه ښه ویلي دي او د چین له خلکو څخه یوازې ۴۴ فیصده کسانو امریکا ته په ښه سترګه کتلي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۴ فیصده کم دي.
XS
SM
MD
LG