د لاسرسي ځای

د پاکستان او امریکا د پوځي مشرانو لیده کاته


واشنګټن: د امریکا د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز میټېس د دې هېواد د سېنیټ د دفاعي چارو د کمېټۍ د غونډې پر مهال. نوموړی دا وخت د پاکستان په سفر دی. دا انځور د ۲۰۱۱م کال د مارچ د لومړۍ نېتې دی

واشنګټن: د امریکا د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز میټېس د دې هېواد د سېنیټ د دفاعي چارو د کمېټۍ د غونډې پر مهال. نوموړی دا وخت د پاکستان په سفر دی. دا انځور د ۲۰۱۱م کال د مارچ د لومړۍ نېتې دی

د امريکا د سینټرل کمانډ مشر جنرل جيمز مېتيز د پاکستان د پوځ له مشر اشفاق پروېز کياني سره ليدلي دي. بل خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر لیفټننټ جنرل احمد شجاع پاشا دا وخت په امريکا کې دی.

د دواړو هيوادونو د پوځي مشرانو تر مينځ د ليدو کتو لړۍ له هغه وروسته تېزه شوې ده چې امريکا څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ.

امريکايي خبري اژانس ايسو سييټډ پریس په پاکستان کې د امريکايي سفارت خانې له خوا د جاري شوي بيان حواله ورکوي چې وايي د سینټرل کمانډ مشر جنرل جيمز مېتيز د پاکستان د پوځ له مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني او جوائنټ چیفس له مشر جنرل خالد شميم وايي سره د ليدو مقصد د دواړو هيوادونو د پوځونو تر مينځ د اوسنيو اړيکو په اړه د نظرونو ادلون بدلون او په راتلونکي کې د اړيکو د ساتلو بيا جاج اخستل وو.

بيان وايی چې د امريکايي جنرل دا سفر لا د وړاندي پلان شوی وو.

د پاکستان د پوځ ویاند ميجر جنرل اطهر عباس له مشال ريډیو سره په خبرو کي هم د دې ليدنو تصدیق وکړ. نوموړي وويل چې د دواړه غاړو مشرانو د نورو چارو ترڅنګ د امنیت پر موضوع خبري اتري وکړي.

بل خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر جنرل احمد شجاع پاشا امريکا ته رسیدلی دی.
د پاکستان د پوځ له خوا جاري شوی بيان وايي چې د نوموړي د سفر مقصد د دواړو هيوادونو ترمينځ استخباراتي چارې هم غاړي کول دي.

روئټرز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د يوه لوړ پوړی چارواکي له خولې لیکي چې د امريکا او پاکستان تر مينځ اړيکي غوڅې شوي نه دي .

نوموړی زياتوي ، د واړو هيودادونو تر مينځ د استخباراتي معلوماتو د شريکولو سلسله روانه ده. د ده په وينا پر مشکلاتو سربيره هم دوي له یو بل سره خبرې جاري ساتلې دي.

خو په پاکستان کې د پوځي چارو کارپوه بريګيډيئر اسد منیر وايي ، هيله من دی چې اړیکي به بلاخر بيرته عادي ډګر ته راګرزي.

نوموړي مشال ريډيو ته وويل تر اوسه له شوو خبرو اترو څخه داسي نه ښکاري چې د اړيکو په اړه په ټپه ولاړ حالت کې څه بدلون راغلی دی.

د ده په وينا دا د امريکا له لوري پر پاکستان د فشار يوه هڅه ده چې په شمالي وزيرستان کې يي عملياتو کولو ته اړ کړي.

اسد منير په دې باور دی چې د دواړو هيوادو ترمينخ به اړيکي ښه کيږي او ځنډول شوی پوځي مرستې به هم بحاله شي.

خو په داسې حال کې چې د پاکستان او امريکا پوځي چارواکي په خبرو کې له احتياط څخه کار اخلي د پاکستان وزير اعظم يوسف رضا ګیلاني لږ څه په ښکاره ټکو کې د پوځي مرستو په ځنډولو انديښنه ښودلې ده.

د چارشنبې په ورځ په کوټه کې خبري کانفرنس ته نوموړي وويل چې دا د دوي پوځ دی او د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه ځکه انديښمن دی چې دوي اوس د ترهګرۍ او انتها پسندۍ پر ضد د جګړې په مينځ کې دي.

یوسف رضا ګیلاني وویل دا د دوي خپله جګړه ده خو دوي دا جګړه د ټولي نړۍ لپاره کوي او نړۍ ورڅخه ګټه هم پورته کوي.

د ايسوسی ايټډ پریس په لیکنه ، په خپله د امريکا د دفاع وزارت هم هڅه کوي چې د دواړو هيوادونو د پوځي مشرانو تر مينځ ليدنو کتنو ته په ښکاره زيات ارزښت ور نکړي.

د امريکا د دفاع د وزارت وياند کرنل ډيوډ ليپن د چار شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د پاکستان او امريکا اړیکي لوړي ژوري لري خو د ده په وينا دا يوازې له پاکستان سره نه بلکه امريکا يي په نړی کې له خپلو نورو اتحادونو سره هم لري.

نوموړي زیاته کړه دوي هڅه کوي يوه لاره راوباسي او له وخت سره به دا اړيکي ښه شي.
XS
SM
MD
LG