د لاسرسي ځای

تازه خبر

لا درکه کسان خو نه راخلاسېږي، البته مړي یې راځي


د پاکستان وزیراعظم سید یوصف رضا ګېلاني د بلوچستان د دورې پر مهال په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي . نېټه د ۲۰۱۱م کال د جولايي ۱۳مه
د پاکستان وزیراعظم سید یوصف رضا ګېلاني د بلوچستان د دورې پر مهال په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي . نېټه د ۲۰۱۱م کال د جولايي ۱۳مه
رپوټ : خدای نور ناصر , مشال ریډیو


کوټه
: د پاکستان وزیراعظم سید يوسف رضاګېلاني په کوټه کې د وفاقي کابینې له غونډې ورورسته په خبري غونډه کې وویل چې ً د امریکا له خوا د پوځي مرستې د بندولو پر بیان پاکستان په تشویش کې دی .

هغه وویل ً د امریکا چې کوم اوسني بیانونه راغلي دي پر هغه باندې پاکستان په تشویش کې دی چې دوي په کې د پوځي مرستې د بندولو یادونه کړې وه ً .

پاکستاني وزیر اعظم د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پاکستان خپله جګړه وبلله او زیاته یې کړه ، ًً دا حقیقت دی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه زموږ خپله جګړه ده خو د دې ګټه به ټولي نړۍ ته رسیږي ً .

سید یوسف رضا ګېلاني دبلوچستان د لادرکه کسانو په اړه خبري غونډې ته وویل د دوي له خواجوړشوی کمیسیون کارکوي او دې کمېسون تراوسه ښه مالومات ورکړي دي.

نوموړي وویل چې په دې اړه یې د حکومتي کابینې په یاده شوې غونډه کې هم خبرې اترې کړې دي .
سید یوصف رضا ګېلاني وايي د لا درکه کسانو په اړه جوړ شوي کمېسون ښه مالومات ورکړي دي

پر دې سربېره چې پاکستاني وزیراعظم د دې خبري غونډې پر مهال د بېلا بېلو ستونزو او موضوعاتو په اړه خبرې وکړې خو د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې یې هیڅ هم ونه ویل چې ً د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو د خلکو په وینا ، ولې له هره اړخه د دوي سیمې له پامه غورځول شوې دي؟

په بلوچستان کې مېشت پښتانه او په خاسه توګه پښتون ملتپال ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په بلوچستان صوبه کې پښتانه نیم په نیمه بولي او شکایت کوي چې پر دې سربېره ورسره ناسم چلن کیږي چې د دوي سیمې د بلوڅ میشتو سیمو په پرتله ډېرې وروسته پاتې دي .


د پاکستان وزیراعظم سید یوصف رضا ګېلاني د بلوچستان له وزیراعلی نواب اسلم خان ریساني او ګورنر ذوالفقار علي مکسي سره لیده کاته کوي . نېټه د ۲۰۱۱م کال د جولايي ۱۳مه
د وزیراعظم سید یوسف رضا ګېلاني ترخبرو وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزیرې ډاکټرفردوس عاشق اعوان هم له خبریالانوسره خبري وکړې.

نوموړې وویل ً د کابینې په غونډه کې يې د هغه پرمختګ په اړه خبرې وکړې چي د بلوچستان پيکیج له لارې شوی دی.

فردوس عاشق اعوان زیاته کړه ً له ډيرې خوشالۍ سره باید ووایم چې هغه څه چې موږ د کابینې په غونډه کې پرې خبرې وکړې ، پر اغازحقوق بلوچستان پيکیچ باندې په سلو کې شاوخوا ۶۵ برخې په عملي توګه کار شوی دی.

دې خبري غونډې ته د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیررحمان ملک وویل ً د بلوچستان په ناامنیوکې د طالبانو او القاعده شبکې په ګډون د بهرنیو هیوادونو هم لاسونه دي ً .

په عملي توګه خو هغه لادرکه کسان راخلاص نه شوو، البته د دوي خراب شوي مړي ضرور د دوي کورنيوته را وړل کیږي

رحمان ملک زیاته کړه چې اوس د داسې ثبوتونو د وړاندې کولو وخت ورسره نشته خو چې کله بیا کوټې ته راشي نو دا هرڅه مالومات به رسنیوته په ډاګه کړي .

که څه هم د اطلاعاتو وفاقي وزیرې فردوس عاشق اعوان په خبره پر بلوچستان پيکیج ۶۵ فیصده عملي کار شوی دی خو دبلوڅ ملت پال ګوند ، بلوچستان نیشنل پارټۍ جنرل سیکرتر طاهر بزنجو مشال ریډیو ته وویل چې هیڅ کار پرې نه دی شوی .

د طاهر بزنجو په خبره دا ځکه چې دوه کاله وړاندې د پاکستان وزیراعظم سید یوصف رضا ګېلاني د اغاز حقوق بلوچستان د اعلان پر وخت وویل چې ټول لادرکه کسان به ډېر ژر له خپلو خپلوانو سره وویني او خپلوکورونو ته به راشي. په عملي توګه خو هغه لادرکه کسان راخلاص نه شوو، البته د دوي خراب شوي مړي ضرور د دوي کورنيوته را وړل کیږي .

بلې خواته پښتون ملتپال او دعوامي نیشنل ګوند يو مشر ډاکټرعنایت الله هم وايي چې د وزیراعظم ګیلاني پر هغو خبرو لا تر اوسه عمل نه دی شوی .
د ډاکټر عنایت الله په خبره که بلوڅ ناراضه دي نو د پښتنو هم همداسي حال دی.

د یادونې وړ ده چي په تېره يوه نیمه میاشت کې دا دویم ځل دی چې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د کوټې دوره تر سره کوي. خو په صوبه کې مېشت پښتانه او بلوڅ ملت پال یې د لومړۍ دورې په شان له دویمې دورې څخه هم خوښ نه ښکاري .
XS
SM
MD
LG