د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې د ایم کیو ایم احتجاج


ایم کیو ایم د ‌ذوالفقار مرزا د بیان پر ضد په سیند کې د احتجاج او هړتال اعلان کړی دی

د پاکستان د سیند صوبې د سېنير وزير ذوالفقار مرزا تر هغه بیان وروسته چې نوموړي په کې د متحده قومي موومنټ د مشر الطاف حسېن پر ضد سخت ټکي وکارول ، د دې ګوند له خوا د کراچۍ په ګډون په ټوله صوبه کې د احتجاج او هړتال اعلان کړی دی.
د سیند صوبې په حیدر اباد او کراچۍ کې تر دې بیان وروسته د تاوتریخوالي په بېلابېلو پیښو کې شاوخوا ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د سياسى چارو کارپوهان د ذوالفقار مرزا دا څرګندونې ناسمي بولي او وايي چې په دې باندي متحده قومي مومنټ ته پکار نه وه چي دومره سخت غبرګون وښايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG