د لاسرسي ځای

د فرانسيسکو اوسيدونکې د پاکستان د اټومي پرګرام سره د تړاو تورونه رد کړي


په اسلام اباد کې د چاغې جوړ شوی غر

په اسلام اباد کې د چاغې جوړ شوی غر

سرچینه: ایسوسیټډ پریس
ژباړه: بشير ګواښ


ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس ليکي، چې د فرانسيسکو اوسيدونکې، ژو وانګ د پاکستان د ايټمي پروګرام سره د مرستې تورونه رد کړي دي.


يوه پنځوس کلنه ښځه تيره مياشت په دې تور نيول شوي وه ، چې پاکستان ته يې يو داسې رنګ ليږلی دی چې د ايټم بم د جوړولو لپاره ضروري د پلاټينيم موادو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيدای شي.


په واشنګټن کې د وانګ وکيل ايسو سيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي دي چې د هغه د مؤکلې خلاف لګيدلي په نړۍ کې د ايټمي وسلو د خورولو تورونه هسې په اندازو او اټکلونو ولاړ دي. وکيل ويلي چې دا خبره واضحه ده ، چې د وانګ کيس داسې نه دی چې امريکا ته ترې کوم خطر ورپيښ وي.

خو حکومتي وکيلان وايي چې دا يو معمولي رنګ نه دی. بلکې يو پرمختللی رنګ دی، چې په ايټمي بټيوو کې ترې کار اخيستل کيږي.


د ايسوسيټيډ پريس په وينا د ژو وانګ د کيس د اوريدنې ججې ډيبورا رابينسن د سې شنبې په ورځ د حکومت هغه درخواست رد کړی وو چې پکې ويل شوي وو ، چې نوموړې دې د کوم ضمانت له ورکولو بغير نه پريښودل کيږي خو عدالت د هغې د خوشې کولو پريکړه چې معطله ده، همداسې ځنډيدلي پريښوه.


ياده دې وي چې وانګ او خاوند يې وعده کړي وه چې په کيليفورنيا کې د څه دپاسه دوو ميليونو ډالرو کور به په ضمانت کې ورکړي.

ژو وانګ په فيزيکس کې پي ايچ ډي يا د ډاکټرۍ ډيګري لري، او د ايسو سيټيډ پريس په وينا پرې د پاکستان د ايټمي بټۍ لپاره د چين له خوا د څو زره ليټره رنګ د ليږلو په پروژه کې د برخه اخيستو تورونه دي.


که هغه مجرمه وپيژندل شي نو ورته تر يو ميلين ډالره جريمه او تر ۶۵ کلونو د قيد سزا اوریدل کيدای شي.


دا کيس په داسې حال کې مخې ته راځي چې پاکستان ايټم بم لري او په نړۍ کې د ايټمي وسلو د پراخولو د مخنيوي نړيوال قانون يې نه دی لاسليک کړی. همداراز دا مهال د امريکا او پاکستان اړيکې هم ښې نه دي.
XS
SM
MD
LG