د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا لخوا پاکستان ته د پوځي مرستو ودرولو وروستو د دواړو هیوادونو تعلقات


د باکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني
د باکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني
د امريکا له لوري د پاکستان د پوځی مرستو د ځنډولو وروسته د دواړو هيوادونو تر مينځ اړيکي يو ځل بيا خرابي شوی دي.

د امريکا ددې ګام وروسته د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار او د پوځ د مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني له خوا داسی بيانونو مخي ته راغلي چې کارپوهان ورته د تضاد په سترګه ګوري.

د دفاع وزير وويل که چرته امريکا ورته پوځي مرستي ور نکړي نو پاکستان به له مغربي سرحدونو څخه پوځ بيرته راوغواړي، خو بل خوا د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني د کور کمانډرانو غونډې ته وويل چې دوی به د ترهګری پر ضد جګړه په خپلو وسائلو جاري وساتي.

د مشال تر رڼا لاندي بحث ، کوربه عبدالحی کاکړ هم دا پوښتنی را پورته کړي، چې د پوځ او د ټاکل شوي حکومت د دفاع د وزير په دريځ کې تضاد ولي دې.ايا پاکستان دومري وساېل لري چې ورباندي دا جګړه وکړای شي.


د پاکستان پخوانۍ ډپلوماټ آياز وزير، د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي، د خیبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر ملک نويد او د سیاسي چارو کارپوه خادم حسين او خبریال اقبال خټک د بحث میلمانه دي.
XS
SM
MD
LG