د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا د دباو لاندی اړیکې


 ایډمرل مایک مولن او جنرل اشفاق پرویز کیاني
ایډمرل مایک مولن او جنرل اشفاق پرویز کیاني
سرچینه: ګارډین
ژباړه: مشال ریډیو


د برتانيه په ګارډين ورځپاڼه کې ليکوال سائمن تسدال د امريکا له لوري پاکستان ته د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه ليکي چې دا د دواړو هيوادونو په اړيکو کې يو ډير غير عادي پرمختګ دې.


خو ليکوال وايي، اصلي خبره داده ، چې څومره دواړه هيوادونه يو بل نه خوښوي، تر هغې زيات دوي يو بل ته ضرورت لري.


ليکوال سائمن تسدال د خپلي مقالي په سر کي هغه ټولي وجي بيانوي چې د امريکا او پاکستان د اړيکو د خرابيدو سبب ګرزيدلي دي.

نوموړی په اسلاما اباد کي د يوه غربي ډپلوماټ له خولې وايي، چې د دواړو هيوادونو اړيکي ناهيله کوونکي رجحان لري .

دغه ډپلوماټ زیاتوي، دوي په ډيرو برخو کي له يو بل سره همکاري کوي، خو د ساخت له لحاظه د دوي اړيکي له رښتونو مسئلو سره مخامخ دي، چې حل کول يې يو مشکل کار دې.


د ګارډین ليکوال وايي، دواړه هيوادونه د يو بل په حقله خپل نظر او ورسره خپلي ګټې او ترخي تجربې لري.


نوموړی وايي، يو خوا ته د امريکا د پاکستان په حقله داسوچ جوړ شوی دې، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ورسره مرسته نه کوي، او له افغان طالبانو او کورنۍ ترهګرو ډلو سره په اړيکو ساتلو دو مخيځه لوبه کوي.


ليکوال بيا د امريکې په اړه د پاکستان د سوچ خبره کوي. دې واېي پاکستان داسي فکر کوي، چې دې په يو داسې کرکه کوونکي حالت کې ايښول شوی دې، چې ګواکه دې د امريکا جګړه کوي او په دې لړ کې يي لويی مالي او ځاني زيانونه ګاللي دي.


خو سائمن تسدال وايی، چي که بل لور ته وکتل شي ، دواړه هيوادونه په يو بل تکيه کولو ته ضرورت لري .هم دا وجه ده چې چې اوسنی خرابي اړيکي به پر يو بل ته تکيه کولو مسئله را چوته کړي چې کیدای شي مثبت اثر ولري.

په مقاله کې د بروکنګ انسټيټيوټ د څيړونکي بروس ريډل له خولي ويل شوي، چې د ملکي او سکيورټي اسټبلشمنټ او د جهادياديانو تر مينځ د پاکستان د کنټرولو هلي ځلي به د افغانستان مسئله تته کړي او کيدای شي په پای کې د امريکا سمييځو ګټو ته لوي تاوان ورسوي.

لیکوال د افغانستان او عراق لپاره د امريکا د پخواني سفیر زلمي خليل زاد له خولې وايی امريکا ته پکار دي له پاکستان سره په يوه وخت کې ښه هم وکړي او ورته په برګو سترګو هم وګوري.


دده په وينا که چرته د امريکا له لوري له پاکستان سره د ښه کولو وروسته هم پاکستان خپله رويه داسي بې لچکه وساتي، نو بيا به امريکا دا هيواد په قابو کې د ساتلو لپاره له هند سره نږدې امنيتي اړيکي ساتلو ته اړ وي.


خو د ليکوال سائمن تسدال په وینا په اسلام اباد او واشنګټن کې پوهه او هوشیار خلک بايد هرو مرو حالات دې پړاو ته و نه رسوي. دده په خبره داسي کیدل به د تيرو لسو کالو ټولي لاس ته راوړنې له مينځ يوسي.
XS
SM
MD
LG