د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ولي کرزی خاورو ته وسپارل شو


دافغانستان د ولس مشر حامد کرزي د ورور او د کندهار د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر احمد ولي کرزي جسد نن د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

په کندهار کې دمشال راډیو خبریال وايي ولس مشرحامد کرزي پخپله د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړو. دنوموړي سره دکابینې یو شمیر وزیران هم شامل وو.

احمد ولي کرزی پرون په کندهار کې په خپل کور کې د خپل یو ځان ساتونکي له خوا په ډزو ووژل ، د کندهار والي توریالی ویسا وايي د نوموړي د وژل کیدو په تور یې یو شمیر کسان نیولي چې پلټنې ترې روانې دي. ویسا زیاتوي چې احمد ولي کرزی دیو داسې باډي ګارډ له خوا ووژل شو چې ډیر زیات اعتبار پرې کیده :
غږ
دامریکا متحدو ایالتونو د احمد ولي کرزي په وژل کیدو د خپګان څرګندونه کړې ده .
همدارنګه دپاکستان ولس مشر اصف زرداري ، وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفند یار ولي خان هم په دې اړه د خواشینۍ څرګندونې کړي او حامد کرزي سره یې په ټیلي فون غمرازي کړې ده .

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د احمد ولي کرزي د وژلو مسوولیت قبول کړی او دا یې د ځان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG