د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان ډرون برید


د شمالي وزیرستان د دته خیلو په نوي اډه سیمه کې تیر ماښام یو وار بیا بې پایلټه الوتکو بمباري کړې ، چې ورکې یو موټر په نخښه شوی چې لږ تر لږه یو مشکوک وسله وال طالب یې په ترڅ کې وژل شوی دی.

ځینې سرچینې د مرګ ژوبلې شمیره لوړه ښايي خو د سیمې استخباراتي چارواکو مشال ته ویلي چې کوم موټر په نخښه شوی په هغې کې یوازې یو ځايي مشکوک طالب سپور و او هغه وژل شوی دی.

په روانه میاشت کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې بې پایلټه الوتکو څو څو واري بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې يې وسله والو ته د سر زیانونه اوړیدلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG