د لاسرسي ځای

په کازکستان کې بندیان د تیښتې پر محال وژل شوي


د کازکستان چارواکي وايي د ګل په ورځ د یو زندان نه د بندیانو د تښتیدو پرمهال شپاړس بندیان وژل شوي دي.


د نوموړي هیواد د عدلیې د وزارت ویاند ( سلطان – کوذیتوف ) وايي کله چې بندیانو د تښتیدو هڅه وکړه نو امنیت ساتونکو پرې ډزې وکړې او په هم دې وخت کې یوه چاودنه هم وشوه چې له امله یې دا بندیان ووژل شول .


د کازکستان په زندانونو کې تر دې وړاندې هم بندیانو بلواګانې کړي او اروپايي ټولنې ددغه هیواد په زندانونو کې د بندیانو سره په ناوړه چلن تنقیدونه کړي دي.
XS
SM
MD
LG