د لاسرسي ځای

ترکي د القاعده مشکوک غړي نیولي


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د القاعده د پنځلسو مشکوکو غړو د نیولو خبر ورکوي، او وايي پولیسو د یو ممکنه برید مخه نیولې او د نیولو شوو کسانو سره وسلې ، مردکۍ او د القاعده پورې مربوط اسناد هم نیول شوي دي.


په ترکیه کې د القاعده ځايي ډله په دې تورنه پیژندل شوې وه چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د یهودیانو په دوو عبادت ځایونو ، د برتانیا په کونسل ګرۍ او په یو بانک باندې د برید پرمهال له شپیتو زیات کسان وژلي وو .
XS
SM
MD
LG