د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشر ال اسد قانوني حیثیت بایللی


سپینه ماڼۍ وايي دشام ولس مشر بشار الاسد په دغه هیواد د واکمنۍ قانوني حیثیت د لاسه ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنی په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل دوی د شام د خلکو د جمهوري غوښتنو ننګه کوي او په د امریکا او فرانسې په سفارتونو د حملو غندنه کوي .

غږ
دغه حملې یا په سفارت د کاڼو باران په هیڅ حال کې د ذغملو وړنه دي، دشام حکومت اړ دی چې د بهرنیو سفارتونو ساتنه وکړي، او په دې لړ کې د امریکا د سفارت ساتنه دې هم وکړي.

دامریکا حکومت په ولس مشر بشار الاسد او د هغه په نږدې خپلوانو او ملګرواقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG