د لاسرسي ځای

د ایران لانجمن اټومي پروګرام


د ایران ولسمشر احمدي نژاد

د ایران ولسمشر احمدي نژاد

سرچینه: ګارډین
ژباړه: ملیحه امیرزاده

ولیم هیګ په ګارډین ورځپاڼه کې ليکي، په اتم جون د ایران د ايټمې انرجۍ ادارې مشر فریدون عباسي دواني دا اعلان کړې و چې تر 20 فیصده به یورانیم اینریچمنټ کوي یا یورینیم به غني کوي. او دغه عمل به د نتانز ایټمي مرکز نه د فوردو پلانټ ته اړوي.

د لیکوال په خبره د نوموړي دغه بیان ډېر مهم دې ځکه دا دغه خبره واضحه کوي چې د ایران ایټمي پروګرام يواځې د پر امنه مقصدونو لپاره نه دې جوړ شوې.


د ولیم هیګ په خبره ایران د د بجلۍ جوړولو یو سیویلین ایټمي مرکز لري چې شمېر یی زیاتول غواړي. په دغه ټولو ایټمي مرکزونو کې د فیول یا سونګ مواد لپاره د 3.5 فیصده یورینیم غني کولو ضرورت وي. نو د دې نه زیات یورینیم اینریچ کول له ځان سره پوښتنې را ولاړوي.


20 فیصده پورې د یورینیم غني کولو ولسي استعمال کيږي خو په هغه ملکي ایټمي مرکزونو کې نه چې ایران یی د جوړولو دعوی کوي دغه یورینیم کې زیاتره په ریسرچ ریکټرز یا د څیړنې د مقصد لپاره په آيټمي بټيو کې استعمالیږي. چې د طب به شعبه کې ترې ګټې رسیږي.


دویليم هیګ په خبره ایران یو ریسرچ ریکټر لري او د ښاغلي دواني د دغه پلان په ترڅ کې به د فیول په ضروروت کې څلور چنده زیاتوالې راشي. د دې پلان سره سم به دې ته هم ضروروت وي چې د ایران موجوده پیدا کیدونکي د یورانیم تقریبا نیمه برخه به نور ايټمې بجلي ګهرو ته نه ورکړل کيږي او بل خوا ته به اړولې شي.

د برتانېې د خارجه چارو وزیر ليکي که ایران په ریښتیا د ملکي ضرورتونو لپاره دغه ایټمي بجلې ګرې جوړول غواړي نو بیا ولې داسې ګامونه اخلي او په تکنيکي میدان کې د بهرني مرستو نه ډډه کوي. چې برتانېې، چین ، جرمني، فرانس روس او امریکا ورته د ورکولو وړاندیز کړې دې.


ولیم هیګ زیاتوی د ایران د یورینیم اینرچمنټ یو ښکاره مقصد دې او هغه دا چې تر 20 فیصده دغه عمل کول یو ډېر پیچلې عمل دې کوم چې د ایټمې وسلې جوړولو سره تعلق لري.


او چې کله د ایران د قوم په مرکز کې دغه عمل سر ته ورسیږي نو ایران به ايټمي وسله جوړولو ته ډېر نیږدې شي. که څه هم ایټمي بم جوړول د تکنيکي لحاظ سره یو ګران عمل دې خو په دې لړ کې به هم ورته ایران کافي حد پورې نیږدې شي.


په مقاله کې راغلي، که څه هم ایران دغه دعوې کوي، چې د دې ټول عمل څارنه به د آيټمي انرجۍ نړیواله اداره آې اې اي اې کوي خو بیا هم دا د ساتنې لپاره کافي نه ده.

ځکه چې ایران وخت په وخت د دې ادارې د اصولو خیال نه دې کړې او نه یی د خپل ایټمې پروګرام په لړ کې د ادارې د پوښتنو ځوابونه ورکړي دي.

د دې نه علاوه ایران د میزایلو یو پروګرام هم لري چې د زرګونو کلومیټرو په فاصله ویشتل کېداې شي.


ویلیم هیګ ليکي دا یوه ځانګړې مسله نه ده . بلکه د ایران د ایټمي وسلو د پروګرام سره به کيدي شي په منځني ختیځ یا مډل ایسټ کې د دغه وسله ترلاسه کولو مقابله ګرمه شي چې له اول نه یوه نازکه سیمه ده.


د لیکوال په خبره دغه وجه ده چې د ملګرو ملتونو د سلامتي کاونسل شپږ قراردادونه دي چې ایران ته وايي دغه عمل دې ودروي. خو ایران پرې غوږ نه دې ګرولې.
ولیم هیګ پر ایران د فشار د زیاتوږلو خبره کوي چې برتانییه په دې لړ کې ګامونه اخیستلو ته تیاره ده.

او په دې لړ کې یی پر ایران له اول نه بندیزونه لګولې دي. د هغه په خبره که ایران دا فکر کوي چې د عربي هیوادونو د پاڅون سره به د دنیا پام بل خوا ته واړول شي نو دا یی غلط فهمي ده.
XS
SM
MD
LG