د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اسامه د موندلو لپاره د واکسین جعلي کمپاین چلولی و


يه ایبټ اباد کې د اوسامه بن لادن کمپاونډ
يه ایبټ اباد کې د اوسامه بن لادن کمپاونډ
سرچینه : ګارډین ورځپاڼه
ژباړه : نجیب عامر

ګارډین ورځپاڼه په یو رپورټ کې لیکي د امریکا استخباراتي ادارې ( سي ای ای ) داسامه بن دلان د کورنۍ د غړو د ډي این ای نمونو د ترلاسه کولو په مقصد په ایبټ اباد ښار کې د واکسینو جعلي کمپاین چلولی و .


دپاکستاني او امریکايي چارواکو په وینا مخکې تر دې چې د مئ په میاشت کې داسامه بن لادن په کور برید ترسره شي ،په پاکستان کې د CIA ایجنټانو د یو ځايي پاکستاني مشر ډاکټر خدمات ترلاسه کړي وو ، او دا چې ددې پروژې پیل د ایبټ اباد د نادارو سیمو نه شوی و نو دې سره دا خبره نوره هم په زبات رسیږي.


داسامه بن لادن تر وژل کیدو وروستو ډاکټر شکیل اپریدی د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ISI ) له خوا په دې تور چې د امریکا د استخباراتي ادارې سره یې مرسته کړې نیول شوی دی.


ګارډین ورځ پاڼه لیکي د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه پس داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا د مخکې نه کړکیچنې دي ، د نوموړي پاکستاني ډاکټر نیول کیدو سره دا اړیکې نورې هم خرابیدای شي. امریکا به د ډاکټر د صحت په اړه اندېښمنه وي او داسې ګڼل کیږي چې ددې مسئلې د هوارۍ لپاره به منځ ته رادانګي.


دراپور له مخې د واکسین دلړۍ وروسته د پیلولو منصوبه وروسته له هغې جوړه کړی شوه چې دامریکا استخباراتي ادارې د القاعده د یو پیغام رسان ابو احمد الکویتي تعقیب وکړ او پام یې په تیر اوړي کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن استوګن ځي ته واوړیده. CIA د سټلایټ دلارې او په ایبټ اباد کې د خپلو ایجنتآنو د لارې د اسامه بن لادن د استوګن ځي څارنه پیل کړه خو مخکې تر دې چې په یاد شوي کور برید وکړي داتصدیق یې غوښته چې ایا رښتیا هم اسامه بن لادن پکې استوګنه لري او که نه .


د اسامه بن لادن دماشومانو DNA نمونې د ترلاسه کیدو نه پس داسامه د خور د DNA د نومونو سره پرتله کیدای شول ، هغه په دوه زره لسم کال کې بوسټن کې مړه شوې وه . او دا به هم جوته شوې وه چې د اسامه بن لادن کورنۍ رښتیا هم د ایبټ اباد په ټاکل شوي کور کې استوګنه لرله .

نو په دې مقصد د CIA ایجنټانو د ډاکټر شکیل اپریدي سره اړیکه ټینګه کړه څوک چې د خیبر پښتونخوا او د ورسیزمه قبایلي سیمو د صحت د ادارې مسوول و .

ډاکټر دمارچ په میاشت کې ایبټ اباد ته لاړ او دا ادعا یې وکړه چې ماشومانو ته د هیپټایټس بي د ویړیا واکسینو د ورکولو لپاره یې فنډونه ترلاسه کړي دي.

ډاکټر شکیل بې له دې چې د ایبټ اباد لوړ پوړي صحي چارواکي له ځانه سره مله کړې د ټیټې کچې صحي کارکونکي یې په ډیرو پیسو ملګري کړل او د واکیسنو د لړۍ لپاره یې ددوی خدمات ترلاسه کړل.داکسان په دې نه پوهیدل چې دواکسینو دا لړۍ د اسامه په لټون کې پیل کړی شوې ده ، او دوی تر دې مخکې هم دوی د پولیو د واکسینو دورکولو لپاره داسامه بن لادن کور ته ورغلي وو ږ

د واکسین ټیمونو په مارچ میاشت کې د ایبټ اباد په نوا شیر کلي کې ماشومانو ته د هیپټایټس بي واکسینونه ورکړل ، په داسې حال کې چې د دې واکسین پروسه په درېوو مرحلو کې ترسره کیږي ، صحي ټیمونه په دویم وار نوا شیر کلي ته ورنه غلل بلکه خپل کار یې په بلال ټاون کې پیل کړچیرته چې د اسامه بن لادن کور و .

داخبره روښانه نه ده چې ډاکټر به د ډي این ای نمونه څنګه ترلاسه کوله خو نرسې ته ویل شوي وو چې په ماهرانه طریقه به د هیپټایټس بي د واکسین د ستنې د ورکولو پرمهال لږه وینه بهوي او هغه نمونه به ترلاسه کوي. په دې مقصد یادې شوې نرسې ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې وه .

یو پاکستاني چارواکي ګارډین ته ویلي دا ټوله پروسه غیر قانوني وه ، بلال ټاون شتمنه سیمه ده نو دلته دې ولې ویړیا واکسین ورکړل شي او د خیبر یو چارواکی دې ولې په ایبټ اباد کې دا عمل ترسره کړي.

داسامه بن لادن استوګڼ خي ته د مختار بي بي په نوم یوه نرسه د واکسین د ورکولو لپاره ننوتې وه ، دې نرسې د بختو په نوم هم شهرت لرلو ، سرچینې وایې دباندې ولاړو ډاکټرانو هغې ته ویلي وو یو لاسي بیګ دې له ځانه سره واخلي چې ورکې یوه ځانګړې بریښنايي اله ځای پر ځای شوې وه ، خو دا نه ده څرګنده چې دا کومه اله وه .

دا هم نه ده معلومه چې د CIA ایجنټان په دې توانیدلي وو که نه چې د اسامه بن لادن د DNA نمونه دې ترلاسه کړي و یوه سرچینه وايي دوی په خپل مرام کې پاتې راغلي وو .

ورځ پاڼه لیکې نرسه د اصلي کیسې نه خبره نه وه او په دې موضوع خبرو کولو ته هم امادګي نه ښکاره کوي.

داسلام اباد رسمي چارواکو په دې اړه چې ډاکټر ولې نیول شوی خپل نظر خوندي ساتلی خو یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ګارډین ورځ پاڼې ته ویلي ایا داسې کسان باید ونه نیول شي چې د بهرنیو جاسوسي ادارو لپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG