د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان ډرون بریدونه شوې



د پاکستان استخباراتي چارواکی واېی، په تیرو ۲۴ ساعتو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان په امریکاېي ډرون بریدونو کی د وژل شوو مشکوک اورپکو شمیره ۴۵ ته رسیدلی ده.

رویټرز خبري اژانی د ځاېي چارواکو د خولې لیکي، بیګا شپه ډرون جهازونو په شمالي وزیرستان کې د اورپکو یو ګاډې په نښه کړو، او له دغې وروستو ېي هم په دغه سیمه کې په یو کمپاونډ برید وکړ ، چې پکې د ۱۹ زیات مشکوک اورپکی ووژل شول.

خبري اژانس زیاتوي، نن په جنوبي وزیرستان کې د ډرون الوتکو په یو برید کې د ۵ زیات مشکوک اورپکي وژل شوی دي.

د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د القاعده د مشر اوساما بن لادن د وژل کیدو وروستو په قبایلي سیمو د شلو زیات ډرون بریدونه شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG