د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشر ال اسد قانوني حیثیت بایللی


د امریکا د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، د شام ولسمشر بشر ال اسد خپل قانوني حیثیت بایللی، او اوس دومره اهم نه دې.

او زیاتوي، که چرې څوک د ولسمشر اسد په شمول دا فکر کوي، چې دوي به د د شام د رجیم سره مرسته وکړی، د روان بحران نه راوځي ، نو هغوي په غلطه دي.

میرمن کلنټن واېي، ولسمشر اسد داسی نه دې چې ګنی د هغه نه بغیر ګزاره نه کیږي، او دوي په هغه هیڅ داسې مصرف نه دې کړی، چې ګنې هغه دې په واک کې پاتې شي.

هیلري کلنټن په دمشق کې د امریکا او فرانس په سفارتخانو د ولسمشر اسد د پلویانو لخوا حملې په سختو ټکو وغندلې.

په شام کې د بشري حقونو د خوندي ساتلو ادارې واېي، د مارچ په میاشت کې د ولسمشر اسد د واکمنۍ خلاف د مظاهرو وروستو څه نه څه څوارلس سوه کسان وژل شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG