د لاسرسي ځای

امریکا به د باکستان به اړه خپله بالیسي نه بدلوي.


د امريکا د بهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن واېي، پاکستان ته د اتیا کروړه ډالره پوځی امداد معطل کولو مطلب دا نه دي چي امريکا د دغه هيواد په اړه خپله پاليسۍ کي بدلون راوستي.

هیلري کلنټن واېي ، دا فیصله که څه هم د ا حقيقت اغيزمن کوي، چي د پاکستان او امريکا ترمنځه ملګرتيا په همکارۍ باندي اساس ده. او زیاتوی دا د معمول خبره ده، دواړه هیوادونه په ګډه کار وکړي.


امريکا وروسته له هغي پاکستان ته په پوځي برخو کې امداد ورکول معطل کړي، کله چي پاکستان حکومت د ملک دننه د امريکايی پوځي روزونکو په شميره کي کمي وکړو او بيا يي هم امريکايي کارکونکو ته په ويزو ورکولو کي کم والي راوستو.

بلخوا د پاکستان پوځ وايلي دي چي د امريکا لخوا دي ګام سره به د ترهه ګرو پر ضد د دوي پوځي عمليات متاٍثره نه شي
XS
SM
MD
LG