د لاسرسي ځای

د وولګا په سیند کې ډوبه کشتۍ


د روسيې د بیړنیو حالاتو د چارو وزیر سرګی شویګو ویلي د ډوبې شوې کشتۍ دننه د ژوندو کسانو لپاره نورې هیلې نشته.

کشتۍ تېره ورځ د وولګا په سیند کې ډوبه شوې وه. سرګی شویګو وايي په کشتۍ کې ډېر زیات کسان سپاره ول. دی وايي په کشتۍ کې ۲۰۸ کسان ناست ول چې ډوبه شوه. د بیړنیو حالاتو د چارو وزیر وايي ۸۰ کسان یې ژغورلي دي. او تر اوسه یې ۱۳ مړي را ایستلي دي. دی وايي د ۵۰ ماشومانو په ګډون شا و خوا ۱۰۰ ښکار شوي کسان د کشتۍ دننه دي. وېره څرګندېږي چې ټول ۵۰ ماشومان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG