د لاسرسي ځای

تازه خبر

قندي کوچۍ وايي د هنر سره یې مینه ده او مینه قرباني غواړي


د پښتو موسیقۍ سندر غاړې قندي کوچۍ
د پښتو موسیقۍ سندر غاړې قندي کوچۍ
دا اونۍ په تاتره خپرونه کې د افغانستان پیژندل شوې هنرمنده قندي کوچۍ زمونږ میلمنه وه ، قندي کوچۍ دافغانستان د موسیقۍ هغه نوم دی چې په لر او بر کې پښتانه ورسره اشنا دي او مینه ورسره لري.

قندي کوچۍ په خپل غرني کوچیانه انداز له کلونو کلونو راهیسې خپل مینه وال خوشاله ساتلي دي.

نوموړې وايي له واده نه پس یې په سندرو ویلو پیل کړی او په هم دې وجه ورسره خپلې کورنۍ تعلقات شکولي ، او هغه یوازې د خپل خاوند او ملګرو سره له کلونو کلنو راهیسې جلا ژوند تیروي.

نجیب عامر د مشال د اوریدونکو سره په بدرګه د قندي کوچۍ نه د هغې د ژوند رازونه معلوم کړي دي ، ورته غوږ شئ.
XS
SM
MD
LG