د لاسرسي ځای

تازه خبر

الظواهري په پاکستان کې دې. لیون پانیټا


دالقاعده مشر ایمن الظواهري
دالقاعده مشر ایمن الظواهري
رپوټ: اسرار عالم مومند

سرچینا: رویټرز


د امريکا د د دفاع وزير ليون پانيټا ويلي چې هغه یقین لري ، چې د القاعده مشر ايمن الظواهري د افغانستان پولي ته نږدي د پاکستان په قبايلي سيمو کي موجود دي.

دا چي د نوموړي د دي بيان څه موخه کيداي شي، په دي اړه په اسلام اباد کي کارپوه سليم صافي مشال ريډيو ته وویل، د وړاندی نه هم د امریکا او نورو هیوادونو دا شک وو ، چې ګنې د القاعده مشران په پاکستان کې دي.

او د می د دویمې نیټې وروستو زیاتره خلک دا باور لري، چې د القاعده او نورو اورپکو ډلو مشران هم کیدای شي په پاکستان کې وي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا د دي بيان په ځواب کي د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو اداري وياند اطهر عباس ويلي دي، هغوي د وړاندي نه د القاعده او نورو اورپکو ډلو او د هغوي د مشر تابه پر ضد سخت پوځي عمليات پيل کړي.


پانیټا په خپل بيان کي زياته کړه، چې هغه تمه لري، د امريکا استخباراتي اداري به ورسره د ايمن الظواهري په ګډون د القاعده د نورو مشرانو پر ضد مالومات شريک کړي، چي دا رنګ د پاکستان پوځ د دي جوګه شي، چي د القاعده دمشرانو پرضد عمليات پيل کړي.

رويټرز خبري اژانس لیکي ، وړاندي هم د امريکا استخباراتي ادارو ویلي وو، چي هغوي دپاکستا ن استخباراتي ادارو سره د القاعده د پټن ځايونو په اړه مالومات شريک کړي وو، خو د هغي څه نتيجي مخي ته را نه غلي.

د امريکا د استخباراتي اداري پخواني مشر ليون پانيټا واېي ، چي د القاعده شل داسي مشران دي، که هغه ووژل شي، نو القاعده ته به ماتي ورکول يقيني شي. نوموړي زياته کړه، چي د القاعده دا مشران په پاکستان صوماليه او شمالي افريقه کي شتون لري.

رويټرز خبري اژانس وايي، که څه هم پاکستان د ترهه ګرۍ پرضد د امريکا کلک ملګري دي، ولي د پاکستان دننه د امريکا لخوا په يک طرفه کاروايي کي د اسامه د وژل کيدو وروسته د سپيني مانړۍ او پاکستان ترمنځه اړيکي خرابي شوي دي .


دا چي دا مهال د پاکستان او امريکا تر منځه د ترهګرۍ پر ضد جنګ کي همکاري په کوم پړاو کي ده په دي اړه کارپو سليم صافي وايي، دواړه هیوادونه که څه هم د وسلوالو طالبانو پر ضد کارواېي کوي ، خو په یو بل شکونه هم کوي. پاکستان دا هم واېي ، امریکا د دوي ګټې په نظر کې نه ساتي.

رویټرز لیکي ، که يوخوا د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا وايي، چي کيداي شي، د القاعده مشر ايمن الظواهري د پاکستان په قبايلي سيمو کي موجود وي، نو بلخوا پاکستان وايي چي امريکا دي ورته په دي اړه استخباراتي مالومات ورکړي، چې دا شان دالقاعده او دنورو اورپکو ډلو د مشرانو پرضد عمليات وکړي .

دی نه وړاندي امريکا ويلي وو، چي پاکستان ته ورکړل شوي د استخباراتي مالوماتو څه نتيجي مخي ته نه دي راغلي.
XS
SM
MD
LG