د لاسرسي ځای

په عراق کې د یاغیانو پر ضد عملیات


د امریکا د دفاعي چارو وزیر لیون پانیټا ویلي امریکايي سرتېري په عراق کې د هغو شیعه یاغیانو پر ضد عملیات کوي چې د ایران ملاتړ ورته تر لاسه دی.

شا و خوا یو کال وشو چې امریکا په دې هېواد کې په رسمي ډول خپل جنګي عملیات پای ته رسولي دي. پانیټا دا خبره نن د عراق د ناڅاپي سفر پر مهال کړې ده. هغه وویل امریکايي پوځیانو دا عملیات هم له عراقي سرتېرو سره ګډ کړي دي، او هم یې ځانته کړي دي. ایران د امریکا تورونه رد کړي دي چې په افغانستان او عراق کې د وسله والو د ملاتړ لپاره د وسلو قاچاق کوي. په رسمي ډول تېر کال په اګست کې امریکا په عراق کې خپل جنګي مشن پای ته ورساوه. شا و خوا ۴۶۰۰۰ امریکايي سرتېري اوس هم په دې هېواد کې دي، چې د پلان ترمخې د روان کال د ډېسمبر تر پایه له دې هېواده ستنېږي.
XS
SM
MD
LG