د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وولګا په سیند کې د ډوبې کشتۍ مړي له ۱۰۰ زیات دي


په روسیې کې مرستندویه کارکوونکي وايي د ډوبې کشتۍ دننه یې له ۱۰۰ د زیاتو کسانو مړي لیدلي دي.

کشتۍ تېره ورځ د وولګا په سیند کې ډوبه شوه چې په کې سیلانیان ناست ول. په کشتۍ کې په مړو کې ۵۰ ماشومان هم شامل دي. مرستندویه کارکوونکي وايي نن یې ۱۳ مړي تر لاسه کړي دي. له کشتۍ ۸۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي. یو مرستندویه کارکوونکی وايي: (( موږ د سیند تر غاړی هیڅ نه دی میندلی، هیڅ شی یا کس مو نه لیدلی نه اورېدلی. هیڅ هم نه، بلکې چوپتیا او څپې چې له غاړې سره جنګېدې. هلته هیڅوک نشته.)) تر اوسه نه ده مالومه چې کشتۍ ولې ډوبه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG