د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بټګرام کې ځانمرګی برید


د خیبر پښتونخوا د بټګرام په سیمه کې ځانمرګی برید شوی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي برید د مسلم لیګ ق صوبايي مشر امیر مقام د جلسې له ځای سره نېږدې شوی دی. په روغتون کې یوه شاهد مشال راډیو ته ویلي د وژل شویو شمېر اووه ته رسېدلی دی. په پېښه کې ۱۹ کسان ژوبل هم دي. د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، د برید پر مهال لا جلسه نه وه پیله شوې. د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG