د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان ته مرستې ودروي


امریکا کېدای شي، د پاکستان پوځ ته په میلیونونو ډالره مرستې ودروي.

دا خبره امریکايي ورځپاڼې دي نیو یارک ټایمز په خپل یوه رپورټ کې د درې لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولې لیکلې ده. د ورځپاڼې له وینا سره سم، د امریکايي ولسمشر باراک اوباما حکومت دا کار ځکه کوي چې امریکا له پاکستانه د اورپکو پر ضد د کیمپېن په ترځ کې خوشاله نه ده. لوړ پوړو امریکايي چارواکو دي نیو یارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي امریکا د ۸۰۰ میلیونه ډالره مرستې او سامان د پاکستان پوځ ته ورکول یا خو ځنډوي او یا یې هم له سره ورکوي نه. دا د هغه دوه اربه ډالرو مرستو له درېیمې برخې زیاتې پیسې جوړېږي چې د امنیتي مرستو په ترځ کې یې امریکا پاکستان ته ورکوي. امریکايي چارواکي وايي که چېرې د دواړو هېوادونو اړیکي ښه شي او پاکستان د اورپکو پر ضد نور ګامونه واخلي، نو کېدای شي د مرستو او سامانونو ورکول بیا پیل شي. د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي خراب شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG