د لاسرسي ځای

تازه خبر

کمشرني نظام پر ځای شو


د پاکستان د سېند په صوبې کې پخوانی کمشنري نظام بیا پلي کړل شوی دی.

د ۱۹۷۹ز کال بلدیاتي یا ښاري نظام د صوبې لنډ مهاله ګورنر نثار کوړو د ارډېننسونو له لارې جاري کړی دی چې تر دې وروسته به اوس کراچۍ، حیدر اباد، میر پور خاص، سکر او لاړکانه بیرته ډېوېژنونه شي. متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم د کمشنري نظام مخالف دی. دا نظام په ۲۰۰۱ز کال کې د پاکستان پوځي ولسمشر پروېز مشرف لرې کړی وو او پر ځای یې د ښاري حکومت د ناظمانو نوی نظام عملي کړی وو. د کمشنرۍ نظام د برېتانیې د پاچاهۍ تر وختونو عملي وو. اخوا د تاوتریخوالي تر پېښو وروسته په کراچۍ کې اوس څه نا څه ارامي راغلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG