د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان، امریکا او پاکستانیو پوځي چارواکو خبرې


د افغانستان د دفاع وزارت وايي افغان او پاکستاني پوځي چارواکي سلا شوي دي چې د پولې له هغې خوا د بریدونو په اړه د اختلافاتو ختملو لپاره د لوړ کچ خبرې وکړي.

په یو بیان کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي وويل د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو او امریکا پوځي چارواکو په پېښور کې سره لیدلي دي. د لیدنې پر مهال پر پوله د تناو په زیاتېدو خبرې شوې دي چې له کبله یې، د دعوو ترمخې، د وروستیو اوونیو پر مهال، په سیمو کې په لسګونه اوسېدونکي وژل شوي دي. د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ ویلي ول د داسې یوې ټیلي فوني شمېرې وړاندیز یې کړی دی چې تر مخې به یې د سرحدي پولیسو په ګډون، د افغانستان له ټولو امنیتي ځواکونو سره اړیکي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG