د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي سوډان ازادي


د نړۍ له لر و بره مشرانو د نړۍ د تر ټولو نوي هېواد په توګه د جنوبي سوډان هرکلی کړی دی.


اوروپايي ټولنه، امریکا، برېتانیا، کاناډا، روسیه او تورکیه له هغو دي چې د جنوبي سوډان د خپلواکۍ هر کلی کړی دی. هلته په جنوبي سوډان کې اوسېدونکو د خپلې ازادۍ لومړۍ ورځ لمانځلې ده. د لمانځغونډو پر مهال، د هېواد په پلازمېنې جوبا کې د نوي بیرغ د اوچتولو غونډه وشوه. پر دې مهال د ګڼشمېر هېوادونو د لوړپوړو چارواکو تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د سوډان ولسمشر عمر البشیر هم موجود ول. د سوډان په پلازمېنې خرطوم کې د بشیر حکومت جنوبي سوډان رسماً د هېواد په توګه پېژندلی دی. د جنوبي سوډان ازادي د ۲۰۰۵ز کال د سولې د تړون ترمخې ممکنه شوې ده. د سولې تړون د لسیزو تر جګړې وروسته لاسلیک شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG