د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوز اف دي ورلډ ورځپاڼه په وروستي ځل خپره شوه


په برېتانیې کې د نیوز اف ده ورلډ په نوم ورځپاڼه نن په ورستي ځل خپره شوې ده.

دا ورځپاڼه له ۱۶۸ کالونو راهیسې په برېتانیې کې خپرېده چې بیا د خلکو د ټیلي فوني خبرو د رېکارډ تر غلا کولو وروسته یې د تړلو امر خپور شو. تر دې ورسته په برېتانیې کې دا بحث پیل شوی دی چې ایا رسنۍ دې پخپله ازادې اوسي او ځان ته دې پخپله قوانین جوړوي که نه کومه اداره باید د رسنیو څار وکړي او د دوی لپاره دې اخلاقيات وټاکي. د برېتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د زیارت په ورځ په دې اړه ویلي ول: ((دا لازمي دا چې زموږ رسنۍ دې ازادې اوسي. دا زموږ د ډېموکراسۍ او د ژوند د لار یوه ضروري برخه ده. خو د رسنیو د ازادۍ دا مانا نه ده چې رسنۍ دې له قانونه بالاترې اوسي.))
نیوز اف ده ورلډ نن په خپلې وروستۍ ګڼې کې له خلکو د ناقانونه کار کولو لپاره بښنه غوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG