د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال ۶ وژل شوي


د بلوچستان په لورالايي یا بوري کې د دوو کسانو مړي میندل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي مړي د مېختر په سیمه کې میندل شوي دي. د ضلعې انتظامیه وايي له څېرو دا کسان مري بلوڅ مالومېږي خو دا پخلی یې نه دی کړی چې دا ريښتیا هم بلوڅان دي او که نه. د بلوڅ نیشنل وایس یا د بلوڅانو د قامي غږ په نوم ملتپالې ډلې رسنیو ته ویلي، دواړه وژل شوي د دوی د ډلې سیاسي کارکوونکي دي او له کوهلو ضلعې پورې اړه لري. بل پلو په بارکان ضلعې کې د کولې یا سکارو پر ټرکونو نامالومه وسله والو توغندي داغلي چې په کې درې کسان وژل شوي دي. همدا راز، د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، د مستونګ په دشت سیمه کې، په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته پر تېل او سامان وړونکو ګاډو ډزې شوې دي چې په کې د یوه ټانکر ډرېور وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG