د لاسرسي ځای

د سلیم شهزاد په اړه بیان به اړیکي نور خراب کړي


پاکستانی خبریال سلیم شهزاد چې د مې په میاشت کې ووژل شو. د نوموړي د وېنې په اړه د مایک ملن بیان په پاکستان کې غوسه را پارولې ده. د ۲۰۰۶ز کال د نومبر ۲۸مه

پاکستانی خبریال سلیم شهزاد چې د مې په میاشت کې ووژل شو. د نوموړي د وېنې په اړه د مایک ملن بیان په پاکستان کې غوسه را پارولې ده. د ۲۰۰۶ز کال د نومبر ۲۸مه

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو
سرچینه: ګارډین ورځپاڼه

پراګ
- برېتانوي ورځپاڼه ګارډ ين ليکي: (( پاکستان، د امريکا د ګډو پوځونو د مشر ايډمرل مايک ملن هغه بيان په سختو ټکو کې غندلی چې نوموړي په کې ويلي ول د خبريال سليم شهزاد د وژني حکم د پاکستان حکومت ورکړي وو.))
د مایک ملن دا بیان ((غیر ذمه دارانه)) دی


سلیم شهزاد په خپلو لیکنو کې د دې خبرې په لوري اشاره کوله چې سخت دریځه جهادیان د پاکستان د پوځ په لیکو کې ننوتي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو فېډرالي وزیرې فردوس عاشق اعوان د جمعې په ورځ، یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د مایک ملن دا بیان ((غیر ذمه دارانه)) دی او له دې سره د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو ته زیان رسېدای شي.

نوموړې وویل: ((له دې سره د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته زیان هم رسېدای شي.))

په مقاله کې راغلي د پاکستان او امریکا تر منځ دا تازه کړکېچ، پر داسې مهال را منځ ته شوی چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي خراب شوي ول.

د اېبټ اباد تر عملیاتو وروسته، پاکستان اعلان کړی وو چې له خپلې خاورې به د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اجازه ور نکړي.

امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان له خاورې، د ډرون بریدونه یې د اسامه تر وژنې مخکې، د رېمنډ ډېوس د معاملې پر مهال بند کړي ول.

په لیکنه کې راغلي دا لا مالومه نه ده چې اېډمرل مایک ملن تر دې بیان ورکولو مخکې نور امریکايي چارواکي په اعتماد کې اخیستي ول او که نه؟

مایک ملن په خپل بیان کې دا هم ویلي ول چې د سلیم شهزاد وژنه لومړۍ هغه نه ده.

د پاکستان حکومت د سلیم شهزاد د وژنې لپاره پلټنیز کمېسون جوړ کړی دی.

دې کمېسون بیا له خبریالانو او د بشري حقونو د تنظیمونو له غړو هم مرسته غوښتې ده.
XS
SM
MD
LG