د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیوي یا پولیس؟ په بلوچستان کې بحث


کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې پولیس د یوه موټر تالاشي اخلي: د ۲۰۱۰ز کال د مې ۲۸مه
کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې پولیس د یوه موټر تالاشي اخلي: د ۲۰۱۰ز کال د مې ۲۸مه
رپورټ: نیاز موسا خېل، مشال راډیو


کوټه
- په بلوچستان کې له تېرو ورځو راهیسې تاوده بحثونه روان دي چې د لیوي امنیتي نظام دې ختمه کړل شي او په ټوله صوبه کې دې د پولیسو نظام، د قانون د پلي کوونکې ادارې په توګه عملي کړل شي.

دا بحثونه تر هغې وروسته پیل شوي دي چې له ژوبه، د صوبايي اسمبلۍ یوه غړي جعفر مندوخېل له حکومته غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دې د لیویز تر واک لاندې سیمې ختمې کړل شي.

په بلوچستان کې سیمې په دوه ځایونو یا ایریاز وېشل شوې دي.

ځېنې سیمې په اې ایریا کې راځي چې پولیس په کې د امنیت مسوول وي. نورې سیمې بي ایریا بلل کېږي او هلته د لیوي ځواک قانون عملي کوي.
ځېنې سیمې په اې ایریا کې راځي چې پولیس په کې د امنیت مسوول وي. نورې سیمې بي ایریا بلل کېږي او هلته د لیوي ځواک قانون عملي کوي.

جعفر مندوخېل دا غوښتنه هغه مهال وکړه چې د ده ځېنې خپلوان له بلوڅ مېشته سیمې دشته وتښتول شول او بیا پولیسو له قلاته بازیابه کړل.

قلات د لیوي ځواک تر واک لاندې سیمه ده.

ورځې مخکې جعفر مندوخېل مشال راډیو ته ویلي ول چې د لیوي ځواک نظام ناکامه شوی دی او هغه د پخوا په څېر صفتونه یې له لاسه ورکړي دي.

اوس په بلوچستان کې نیم خلک وايي د لیوي ځواک نظام د سیمې د امنیت لپاره ښه دی، او پاتې نور بیا وايي په اوسمهاله حالاتو کې د لیویز ساتل یوه ناکامه تجربه ده.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان پښتون مېشته سیمې د جنوبي پښتونخوا په نوم یادوي.
په بلوچستان کې له هغه وخته د لیوي ځواک نظام موجود دی چې برېتانیا په دې سیمې واکمنه وه. تر هغې وروسته دا نظام بیا د پاکستان د پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف په وخت کې ختم کړل شو.

په ۲۰۰۸ز کال کې د نوي حکومت له راتګ سره یو ځل بیا په بلوچستان کې د لیوي امنیتي ځواک نظام پر حاله کړل شو.

په بلوچستان کې دوه قامونه په اکثریت کې دي چې یو پښتون او بل بلوڅان دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان پښتون مېشته سیمې، د خپل قامي وحدت د نظریاتي فکر ترمخې، د جنوبي پښتونخوا په نوم یادوي.

له دې پرته په بلوچستان کې براهویان، سرایکیان، او د هزاره ګانو په ګډون ځېنې نور قامونه هم مېشت دي.

له مودې راهیسې په بلوچستان کې بلوڅ ملتپاله خپلواکي غوښتونکو ډلو وسله وال غورځنګ پیل کړی دی او له مودې راهیسې په دې صوبه کې بلوڅان تښتول کېږي او بیا د اکثرو نا پېژندل شوي مړي تر لاسه کېږي.
XS
SM
MD
LG