د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي


چاوراکي وايي د افغانستان په شمالي ولايت ، پنجشير کې د دې هيواد استخباراتي ادارې يو کار کوونکي د ناټو دوه پوځيان وژلي او يو بل يې زخمي کړی دی. د چاوراکو په وينا بريدکوونکی هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

بل خوا په زابل ولايت کې په يو ځان مرګي بريد کې لس ولسي وګړي زخميان شوي دي.
دا پيښه نن شوي او د چاوراکو په وينا هدف يې د دې ولايت د پوليسو مشر وو چې په چاودنه کې ورته کوم زيان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG