د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمدي نژاد او خامنه ای اختلافات ژور شوي


تهران: د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د یوې غونډې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال د اګست دېرشمه
تهران: د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د یوې غونډې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال د اګست دېرشمه
ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو
رپورټ: د ازادې اوروپا راډیو د خبرونو مرکزي څانګه

پراګ
- په دې وروستيو کې د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دې هېواد د ستر مذهبي مشر ترمنځ اختلاف دومره ډېر شوی چې د رسنيو په وينا: ((کيدای شي ولسمشر د يوې نوې جوړې کړي کميټې له لارې له واکه لېرې کړي))

د رپورټونو ترمخې، د ايران ستر مذهبي مشر، آیت الله خامنه ای د ايراني حکومت د سرغړونو د څېړنو لپاره يوه کمېټي جوړه کړې ده.

د دې کمېټۍ د جوړيدو خبره تر هغې وروسته کېږي چې، د رسنيو په وينا: ((د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دې هېواد د ستر مذهبي مشر، چې ډېر واک لري، ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.))

د څېړنو د دې کميټۍ په اړه د ايران پخوانی ولسمشر ابوالحسن بني صدر، چې په ۱۹۸۱ز کال کې د ايرن تر اسلامي انقلاب وروسته، د لومړي ولسمشر په توګه له کاره ګوښه کړل شو، وايي چې کمېټي په ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد د فشار اچولو لپاره جوړه شوي ده. دی وايي: ((دوی د داسې کيس يا دوسيې په جوړولو بوخت دي چې د ضرورت په وخت يې وکاروي. دا ګواښ نه دی، بلکې له ګواښه يوه قدم وړاندې خبره ده. ګواښ خو هغه وو چې احمدي نژاد کار ته تګ بند کړ نو هغه ته وويل شول چې که خپل خفګان او غوسه دې پرينږدي نو پارلېمان به يې مواخذه وکړي. اوس دوی د عمل مرحلې ته ننوتي دي. ))

د رسنيو تر مخې د خامنه ای او احمدي نيژاد اختلافات تر هغې وروسته ډېر شول چې احمدي نيژاد د ايران د استخباراتو وزير په استعفا کولو مجبوره کړ، خو د ايران ستر مذهبي مشر وزير بيرته پر خپل ځای کړ.

محمود احمي نژاد د غبرګون په ښودلو سره، ۱۰ ورځې کار نه وو تللی.

د ايران د ستر مذهبي مشر واک دومره پراخ دی چې د دې هېواد د ولسمشر لېرې کولو ته لار برابرولای شي؛ خو ابولحسن بني صدر وايي چې آيت الله خامنه ای پخپله د وزير له پر حاله کولو
سره، او په ډېرو نورو حالاتو کې، د قانون خلاف ورزي کړي او کوي يې.

د هغه په وينا داسې ښکاري خامنه ای به احمدي نژاد له واکه لېرې نه کړي. هغه زياتوي: ((ماته معلومه شوې ده چې د احمدي نژاد د راتلونکې په اړه د آيت الله خامنه ای او د هغه زوی مجتبا خامنه ای ترمنځ اختلاف دی. که څه هم مجتبی مخکې د احمدي نيژاد ملاتړ کاوه خو اوس هغه په دې باور دی چې احمدينژاد د ستر مذهبي مشر واک او حيثيت ته زيان رسولی نو، بايد سمدستي له واکه ليري کړل شي، مجتبا فکر کوي چې احمدي نژاد ته سزا ورنه کړل شي نو بیا به نور هم داسې کوي؛ خو آيت الله خامنه ای پخوا د احمدي نيژاد ملاتړ کړی. د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د درغليو، له بشري حقونو د سرغړونې او د مظاهرو د ارامه کولو لپاره د زور اخيستنې له تورونو سره، سره يې احمدي نژاد د ولسمشر په توګه ومانه، اوس خامنه ای نه شي کولای ووايي چې هر څه يې ويلي او کړي هغه غلط ول. په داسې کولو به هغه ته هيڅ هم پاتې نه شي.))

د يادونې وړ ده چې د قانون تر مخې د ايران د ولسمشر په توګه د محممود احمدي نژاد دوهمه او آخري دوره دوه کاله بعد يعنې په ۲۰۱۳ کال کې پای ته رسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG